1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نژدې ۱۲۰۰۰ مهاجر د پيسو په بدل کې له آلمانه بېرته وتلي دي

۱۳۹۷ تیر ۱۴, پنجشنبه

له هغه وخت راهيسي چي له آلمان څخه د پخپله خوښه بيرته سنتېدو پروگرام پيل سوی دی تر اوسه پوري نژدې ۱۲۰۰۰ مهاجرو گټه ترې اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/30sVC
Registrierung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/arifoto UG/M. Reichel

خپل هيواد ته د بيرته ستنېدني پروگرام چي (StarthilfePlus) يا «د پېل فوق العاده مرسته» نوميږي د ۲۰۱۷م کال په فبروري مياشت کي پېل سو. د دغه پروګرام له پيل راهيسي تر اوسه نژدې ۱۲۰۰۰ مهاجر د آلمان حکومت د مالي مرستو په بدل کي له دغه هيواده بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي. په دغو مهاجرو کي ۱۵۰۰داسي پناه غوښتونکي هم شامل دي چي د خپلې پناه غوښتنې د پروسې له بشپړيدو ترمخه له آلمانه وتلي دي.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي په خپله رضا له آلمان څخه د وتونکو دغو مهاجرو اعداد او شمېرې د آلمان حکومت په پارلمان کي د کيڼ اړخه ګوند د يو سوال په جواب کي وړاندي کړي دي. د راپور له مخي له دغه پروګرامه تر ډيره افغان او عراقي مهاجرو گټه اخيستې ده.

ويل سوي دي چي دغه پخپله خوښه ستنېدلو پروگرام تر ډيره د هغو مهاجرو و بېرته تګ ته د هڅولو په موخه جوړ سوی چي په آلمان کي د پاتېدو زيات چانس نه لري. د دغه جوابي ليک له مخي د ۲۰۱۸م کال تر لومړۍ ربعې پوري ۱۱۶۱۸ کسانو په دغه پروګرام کي ونډه اخيستې او د مرستو په بدل کي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي.

د دغه پروګرام له مخي هغه کسان چي بالغ وي او غواړي پخپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه سي له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ يورو نغدي مرستي تر لاسه کوي. خو هغه مهاجر چي تر۱۲کلنۍ کښته وي، د ياد مقدار پيسو نيمه برخه ترلاسه کولای سي.

که د يوې کورنۍ تر څلورو زيات غړي دې ته زړه ښه کړي چي په يوځايي توگه له آلمان څخه ووځي، نو۵۰۰ يورو اضافي مرسته ورکوله کيږي. د آلمان حکومت په ۲۰۱۷م کال کي د ياد پروګرام له پاره ۴۰ ميليونه يورو ځانګړي کړي وې.

د دغه پروګرام له مخي هغه مهاجر ۱۲۰۰ يورو تر لاسه کولای سي چي د پناه غوښتني دوسيې د بشپړيدو ترمخه له آلمان څخه وځي. د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخه ګوند د سوال په جواب کي د آلمان حکومت ليکلي دي چي ۱۵۸۵ مهاجر د خپلي پناه غوښتني دوسيې تر بشپړېدو دمخه له آلمان څخه وتلي دي.

هغه مهاجر چي پناه غوښتنه يې رده سوې وي خو هغه تر اوسه لا د دغې ردېدنې پر ضد محکمې ته مراجعه نه وي کړې او پخپله خوښه له آلمان څخه د وتلو پرېکړه وکړي، ۸۰۰ يورو تر لاسه کوي.

خو کيڼ اړخه ګوند پر دغه پروګرام سختي نيوکي کړي دي. په پارلمان کي د ياد ګوند استازي اولا يېلپکه ويلي دي چي د مهاجرو دغه شان هڅونه چي هغوی د پيسو په بدل کي بيرته د جګړې سيمو ته ولاړ سي او خپل ځان او خپله کورنۍ په خطر کي واچوي، يو نامعقول عمل دی. دغې سياستوالي نيوکه کړې ده چي دا بيا تر هغه لا نامعقول کار دی چي هرڅوک چي تر خپل حق زيات تېريږي، هغه لا زياتي پيسې ترلاسه کوي.

په ۲۰۱۷م کال کي د (پيل فوق العاده مرسته) پروګرام په ترڅ کي د ۱۰۰۰۰ کسانو له پاره پيسې منل سوي وې. په دغو کي ۲۲۶۱ عراقيان، ۱۳۰۷ روسان او ۹۵۱ يې افغانان ول.

د آلمان حکومت ويلي دي چي په دغه پروگرام کي مهاجر پخپله خوښه برخه اخلي او دوی د دغه پروګرام د پراخولو پر پروسه کار کوي.