1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيجر به د افريقايي مهاجرو له پاره لا هم یو ترانزيت هيواد وي

۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبه

د نيجر ولسمشر محمدو ايسوفو ويلي دي نيجر به د مهاجرو له پاره د يو ترانزيتي هيواد په توګه پاتې شي. هغه ويلي دي چې نيجر به يې د ليبيا او په څير له ګاونډيو هيوادونو څخه ورغلو مهاجرو له پاره هم يو ترانزيتي نقطه وي.

https://p.dw.com/p/31266
Kaiserschnittgeburt in Niamey im Niger
انځور: Imago/S. Backhaus

د نيجر ولسمشر محمدو ايسوفو د شنبې په ورځ په دې اړه وويل: «موږ ميلمه پاله او سخي خلک يو. موږ به له هغو خلکو هرکلی وکړو چې له ستونزو سره مخ دي، هغه خلک چې په بد وضعيت کې قرار لري.»

ايسوفو دغه خبرې د شنبې په ورځ د آمنه محمد  په مشرۍ د ملګرو ملتونو سازمان د يو پلاوي سره تر کتنې وروسته وکړې. ويل شوي چې د دغې غونډې مشري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مرستيالې آمنه محمد کوله.

ولسمشر ايسوفو په دې اړه خبريالانو ته وويل: «يوازينۍ مسئله دا ده چې خلک په نيجر کې د ډير وخت له پاره پاتې نه شي. دا ډیره مهمه ده چې په نيجر کې د ترانزيت بهير ډير چټک ترسره شي... دا يوازيني شرايط دي چې موږ يې غواړو.»

په ليبيا کې د مهاجرو بد وضعيت

ليبيا د هغو مهاجرو له پاره يو مهم هدف دی، کوم چې هڅه کوي ځانونه اروپا ته ورسوي، خو تر څنګ دغه سيمه د ډيرو مهاجرو او بيځايه شويو له پاره خطرناکه هم ده. اختطاف، د غلامۍ زغمل، بنديتوب، په زور پيسې اخيستل او نور د تاوتريخوالي هغه موارد دي چې دلته له ډيرو مهاجرو سره ترسره شوي دي.    

د نيجر ولسمشر، اروپايي اتحاديې سره د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزه د «يوې ښې همکارۍ» په توګه ياده کړه، خو زياته يې کړه چې هيواد سره يې د دغې اتحاديې ۱.۹ ميليارده يورو مرستې «ناکافي» دي.

هغه وويل: «زموږ د مرستو اړتيا له پاره دا په سمندر کې د يوه څاڅکې په څير دي.»

Frankreich Präsident Emmanuel Macron & Mahamadou Issoufou, Präsident Niger
محمدو ايسوفو د فرانسې له ولسمشر، امانوئيل ماکرون سره - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/J. Demarthon

ايسوفو همدا ډول د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) دفتر له «ښو همکاريو» هم يادونه وکړه. (يو ان اچ سي آر) د ليبيا له کمپونو څخه مهاجر د نيجر پلازميني نيامي ته لیږدوي. ويل کيږي چې د ليبيا په کمپونو کې مهاجر په ډير خراب وضعيت کې ژوند کوي او دوی کوربه هيواد ته د ليږد په هيله د انتظار ژوند تيروي.

د مهاجرو د ليږد بهير دې چټک شي

د (يو ان اچ سي آر) په حواله، هغوی «زيانمونکي» مهاجر دي چې تر ډيره د ليبيا په توقيف ځايونو کې ژوند کوي.

دغې ادارې د جون مياشت په پاې کې د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو غږ وکړ چې له نيجر څخه هغو هيوادونو ته چې غواړي د مهاجرو کوربه شي، د ليږد بهير چټک کړي.  

دغې ادارې وېلي وو: «دغه افراد بايد له نيجر څخه ولاړ  شي» ځکه دوی بايد دلته «د ډيرې اوږدې مودې له پاره» پاتې نه شي. هغه وويل: «په تيرو شپږو مياشتو کې يوازې ۲۰۰ کسان له نيجر څخه وتلي دي، په داسې حال کې چې له ليبيا څخه بيا ۱۲۰۰ کسان رسيدلي دي.»

 bh/ck/je/har / م ک ص

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: