1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په هوایي برید کې د افغان پوليسو احتمالي وژل کیدل څیړي

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

ناټو د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه رپوټونه څیړي چې وايي د افغانستان په ختیځه برخه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو پر مهال د ناټو په بمباریو کې لږ تر لږه نهه افغان پولیس وژل شوي.

https://p.dw.com/p/32jvd
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

افغان چارواکو لا وختي دغه رپوټونه تأیید کړي دي. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې د هوايي بمباریو په پایله کې نهه پولیس وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

رحیمي زیاته کړې چې پولیسو له طالبانو سره د سختو نښتو پر مهال چې په ساعتو یې دوام وکړ د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه. دې چارواکې زیاته کړې ده: «خو په خواشینۍ سره بهرنیو ځواکونو په غلطۍ سره د هغوی [افغان پولیسو] موقعیت په نښه کړ.»

رحیمي روښانه کړې ده چې په دې نښتو کې طالبانو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حمیدالله حمید، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو په غلطۍ سره د پولیسو دوه پوستې په نښه کړي دي او شاوخوا ۱۵ پولیس یې وژلي دي.

په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت تأیید کړې ده چې امریکایي ځواکونو د افغان قواوو «د دفاع په موخه» په ازره ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي دي خو دې ماموریت د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د دې ماموریت ویاند ډګرمن مارتین اودانل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ د دې موضوع په اړه لا ډیرې څیړنې کوو.»

په افغانستان کې یوازې امریکایي ځواکونه هوایي بریدونه ترسره کوي. افغان هوايي ځواک هم په ځینو مواردو کې د طالبانو او نورو ډلو موقعیتونه په نښه کوي. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشت دي چې یو شمیر یې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې ښکیل دي.

زموږ له آرشيف څخه: