1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل په اروپایی اتحادیه کې د مهاجرو د عالانه ویش غوښتنه کړې

۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې د لیبیا له ساحلي ګارد سره پر ګډ کار ټینګار کړی خو په عین وخت کې یې ویلي دي چې هغوی باید نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي. مېرکل په عین وخت کې په اروپایی اتحادیه کې د مهاجرو د عالانه ویش غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/2iuY1
Deutschland Merkel Statement zum Barcelona Anschlag
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د معلوماتو له مخې د آلمان حکومت د لیبیا د ساحلي ګارد پر ضد د تورونو له سپیناوي سره ډیره لیوالتیا لري، کومو چې په مدیترانه سمندرګي کې د مهاجرو د ژغورولو د چارو مخه نیولې ده. د مېرکل په خبره اروپایي اتحادیه د لیبیا ساحلي ګارد روزي او له تخنیکي لحاظه یې مجهزوي هم، څو په دې سره خپل ساحلونه وساتلی شي.

مېرکل د «ویلت ام زونتاګ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې طبیعي خبره ده چې دې ته موږ ارزښت ورکوو چې د لیبیا ساحلي ګارد نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او همداشان له مهاجرو او کډوالو او د غیر دولتي سازمانونو سره د چلن په برخه کې هم. هغې زیاته کړې ده: «که چیرې په دې برخه کې کوم شک رامنځ ته کیږي، موږ به هغه تورونه وڅیړو.»

د مېرکل په خبره څو ورځې تر مخه يې د مهاجرو چارو له پاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیسار او د مهاجرت له نړیوال سازمان سره په دې هکله خبري کړي دي چې لیبیا ته له بیرته ستانه کړل شووانسانانو سره څه ډول د نړیوالو بشري ستندردونو له مخې چلن وشي او وپالل شي.

د آلمان صدراعظمې زیاته کړې ده: «د لیبیا په هکله هغه څه صدق کوي، کوم چې د ترکیې په هکله صدق کوي. موږ نه شو کولای د انساني قاچاقبرانو کاروبار ته چې د ډیر شمیر کسانو د وژنو مسوولیت پر غاړه لری، اجازه ورکړو. دا امکان باید له هغوی څخه واخیستل شي.» هغې په عین وخت کې په ۲۰۱۵م کال کې چې د مهاجرو شمیر خپل اوج ته رسیدلی وو، یو ځل بیا له خپلو پریکړو دفاع کړې ده.

د دوبلین د مقرراتو له مخې په اروپایي اتحادیه کې د مهاجرو د ویش په هکله میرکل انتقادي نظر څرګند کړی دی. هغې ویلي دي: «داسې نه شي کیدای چې یونان او ایټالیا دې یوازې ټول بار اوچت کړي، ځکه چې د هغوی جغرافیایي موقعیت همداسی دی او مهاجر په لومړي سر کې هلته رسیږي.» د مېرکل په خبره د اروپايي اتحادیې پر غړو هیوادونو باندې باید مهاجر په عادلانه ډول وویشل شي. د دوبلین د مقرراتو له مخې د اروپایي اتحادیې هغه هیواد کې مهاجر د پناه غوښتنه کولای شي، کوم ته چې په لومړي سر کې رسیدلی وي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې مېرکل وویل چې د هغې له نظره په اوس وخت کې شرایط داسې نه دي چې سوریایي مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شي: «زه پر دې باندې پوهیږمه چې له ګاونډیونو هیوادونو خلک بیرته [سوریې ته] ستنیږي، آن حلب ته. خو په ټوله کې په سوریه کې لا هم وضعیت دراماتیک دی.» خو هغې د ځانګړو شرایطو لاندې خپل وطن ته د لنډې مودې له پاره ستنیدل ممکن وبلل خو د رخصتیو د تیرولو له پاره نه. د یوه رپوټ له مخې د آلمان په بادن وورتمبیرګ کې ۱۰۰ داسې مهاجر پيژندل شوي دي چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې یې څو وارې خپلو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.