1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د اروپا پرېکړې «اغېزناکې» وبللې

۱۳۹۷ تیر ۹, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل د اروپا د مهاجرتي سياست په برخه کې د خپل ائيتلافي ملګري ګوند، سي اس يو، غوښتنې پوره شوې بولي. خو د دغې سرمشريزې ډېرې پرېکړې يې لا فقط تيوري بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/30aTz
Angela Merkel PK Brüssel Presse
انځور: Reuters/Y. Herman

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشريزې تر مطبوعاتي کنفرانس وروسته د آلمان صدراعظمه، انګلا مېرکل، د برلين په لور الوتکې ته وروختله، څو خپل ائيتلافي ملګري د مهاجرت د سياست په برخه کې د پرېکړو په هکله خبر کړي. دغه کار به يې په ښه احساس سره کړی وي، ځکه چې له حد اقل دوو هېوادونو، يعنې يونان او هسپانيې سره يې په دې توافق کړی چې په دغو هېوادونو کې راجيستر شوي پناه غوښتونکي به د آلمان له سرحد څخه و دغو هېوادونو ته بېرته ستانه کړل شي. خو دغه خبره يوازې د آلمان د بايرن آيالت په دريو سرحدي ځايونو پورې صدق کوي چېرته چې اوس لا سرحدي کنترول جريان لري. له اصلي ګاونډيو هېوادونو سره صدراعظمه غواړي دا توافق وکړي چې هغه پناه غوښتونکي چې په غير قانوني توګه لا په آلمان کې موجود دي، به د اوس په پرتله لا ډېر ژر بېرته ورستانه کړل شي. سربېره پر دې ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو پولو د لا ښه حفاظت او له اروپايي ټولنې څخه دباندې او په داخل کې د لويو پنډغالو رامنځ ته کول، مسيحي سوسيال ګوند په دې قانع کړي چې د کډوالۍ په سياست کې د بدلون په لور ګامونه پورته شوي دي.

«اصلي پرمختګ شوی»

صدراعظمې وويل: «زه وايم که هغه څه چې ۲۸ اړخونو يې په ګډه پرې توافق کړی، او سربېره پر دې هغه څه چې اوس ورباندې پرېکړه کوو، په رښتيا عملي هم کړو، نو دا به ،د عين اغېز لرونکي، وي. دا بيا يو اصلي او رښتينی پرمختګ» دی. د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، دغسې په اصطلاح «عين اغېز لرونکې» پرېکړې د تر مخه راجيستر شويو پناه غوښتونکو د فوري ردولو له پاره غوښتي دي. که نه نو زېهوفر غواړي چې د صدراعظمې د هيلې خلاف په خپل سر عمل وکړي. دا چې آيا د بروکسل د سرمشريزې پرېکړې، چې په ډېرو برخو کې لا دقيقې نه دي او د انګلا مېرکل په خپله خبره هم د کډوالۍ موضوع ته هر اړخيزې د حل لارې نه تشکيلوي، به کافي وي څو په برلين کې د ائيتلاف په سر شخړه هواره کړي، به په راتلونکو څو ورځو کې وليدل شي. له ايټاليې سره چې د کډوالو، پناه غوښتونکو او د مهاجرو له پاره يو تر ټولو مهم لومړنی هېواد دی، صدراعظمې هيڅ تړون ته ونه رسېدله.
د ايټاليې عوامپال خوشحاله دي

د ايټاليې نوی عوامپال صدراعظم، ژوزېپه کونتې، البته خوشحاله و ځکه چې خپل ډېر تصورات يې عملي کړای شول. کونتې لومړی د نورو موضوعاتو په برخه کې د سرمشريزې د پرېکړو مخه ونيوله، څو د کډوالۍ په برخه کې توافق په زوره عملي کړي. د ايټاليا صدراعظم په دې نظر دی چې ايټاليا به اوس نور هيڅ کډوال نه مني. کونتې وويل چې «دا اوس يوه اروپايي ستونزه» ده. ايټاليې او فرانسې په نورو بيا دا خبره ومنله چې اروپايي ټولنه بايد کوم چېرته د خپلو بهرنيو پولو په اوږدو کې «کښتۍ کې د راتلونکو کډوالو» له پاره خاص مرکزونه ايجاد کړي، څو هغه پناه غوښتونکي چې د مديترانې له سمندر څخه ژغورل کيږي، لومړی هلته ايسار او بيا وروسته په داوطلب ډول په اروپايي ټولنه کې ووېشل شي. خو د نورو کډوالو منلو ته ډېر هېوادونه لېواله نه دي او زړه ورته نه ښه کوي. د ويشه ګراد په نوم هېوادونه، يعنې پولنډ، هنګري، سلواکيا او چک دغه خبره حتی په بشپړه توګه ردوي.

Seehofer und Merkel
آيا د مېرکل او زېهوفر تر منځ جنجال به په دې حل شي؟انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (29.06.2018):