1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: افغانستان ته به بيا دقيق نظر وکړو

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل ويلي دي چي افغانستان ته به لا دقيق نظر وکړي. صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شُلڅ د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2dzSb
Trump Merkel
انځور: Picture alliance/AP Photo/M. Schreiber

له هغه وروسته چي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د آلمان سفارت ته نژدې خونړی بمي بريد وسو، په آلمان کي د افغان مهاجرو د اخراج په اړه بحثونه خورا تاوده سوي دي. په داسي حال کي چي د سوسيال ديموکرات او زرغون ګوندونو يو شمېر سياستوالو افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بندولو غوښتنه کړې، د مسيحي اتحاد سياستوال د اخراج د پاليسۍ دفاع کوي.

په دې ترڅ کي د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شُلڅ هم د اخراج پروسې درول غوښتي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي د افغان مهاجرو اخراج دي په مؤقتي توګه ودرول سي، څو د افغانستان د امنيتي وضعي په تړاو د آلمان د کورنيو چارو وزارت نوې ارزونه نه وي بشپړه سوې.

شُلڅ په داسي حال کي دا غوښتنه کوي چي افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجر لېږد د هغي ارزوني پر بنسټ کيږي چي وايي په افغانستان کي امن ځايونه هم موجود دي.

د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي په کابل کي تر خونړي بريد وروسته بايد اوس «افغانستان ته بيا دقيق نظر وکړو.» د هغې په وينا د آلمان حکومت په اصولي توګه د رد سوو مهاجرو د اخراج پر پاليسي ولاړ دی. يو شمېر کتونکي اټکل کوي چي ښايي انګيلا ميرکل داسي اشاره کړې وي چي د افغانستان د امنيتي وضعيت په تړاو ارزونه به بيا تر سره سي.

(dpa,afp/WA)

زموږ له ارشيف څخه: