1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

می له اروپایې اتحادیې څخه د وتلو نوې طرحه وړاندې کړه

۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبه

وروسته له څو میاشتو جنجال او بحثونو څخه بالاخره د بریتانیې حکومت له اروپایي ټولنې سره د اړیکو په باب پر یوه پلان باندې موافقې ته رسېدلی دی. په ځينو مواردو کې له سخت بریګزیټ سره مخه ښه هم وشوه.

https://p.dw.com/p/30zHy
Großbritannien Theresa May bespricht Brexit Pläne mit dem Kabinett
انځور: Reuters/MOD/J. Rouse

تر سخت فشار لاندې راغلې صدراعظمې، تريزا می، د نظر د يوه اختلاف له کبله خپله وېشلې کابينه د لندن په شمال کې د چېکرس ماڼۍ ته بللې وه. د جمعې په ماښام بيا د خبرو نتيجه اعلان شوه، چې له مخې يې لويه بريتانيا له اروپايي اتحاديې څخه تر وتلو وروسته هم غواړي چې د اروپا له داخلي بازار سره جوختې اړيکې وساتي. په دې ډول به د دې مخه ونيول شي چې د بريتانيې او اروپا تر منځ تجارت او د اموالو د لېږدولو بهيرونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي. د دې هدف له پاره د «مقرراتو يو ګډ کتاب» هم رامنځ ته شوی دی چې بريتانيا پکې د اروپایي ټولنې مقررات او د توليداتو معيارونه هم مني.

د اروپايي ټولنې اتباع هسې بريتانيې ته سفر نه شي کولای

د تجارت نه بغير د آزاديو په برخه کې محدوديتونه وضع کيږي، يعنې د پانګې، کاري قوې او د خدماتو په برخه کې به دغسې قيودات پلي شي. له دې لارې بريتانويان غواړي د دې مخه ونيسي چې د اروپايي اتحاديې اتباع هسې بريتانيې ته سفر وکړي او بريتانيا علاوه پر دې د خدماتو په سکتور کې هم ځانګړي مقررات پلي کوي. په دې ډول به البته بانکونه او د بيمې شرکتونه هم د اروپايي اتحاديې داخلي بازار ته کافي لاسرسی پيدا نه کړي. اصلي پوښتنه اوس دا ده چې آيا په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې اُرګانونه هم دغه معامله همداسې ومني، که څنګه. تر اوسه پورې اروپايي ټولنه په دې نظر وه چې د داخلي مارکېټ د څلور واړه آزاديو په هکله په انفرادي شکل بحث نه شي کېدای.
له ګمرکي اتحاد څخه وتل

د اروپا له ګمرکي اتحاد څخه لندن تر اوسه پورې هم وتل غواړي چې هدف يې دا دی څو بريتانيا وکولای شي له نورو درېمګړو هېوادونو، لکه د امريکا له متحده آيالاتو او چين سره جلا تجارتي تړونونه لاسليک کړي. د دې له پاره چې سربېره پر دې هم په بريتانيې پورې مربوط د شمالي ايرلنډ او د اروپايي اتحاديې د غړي هېواد ايرلنډ تر منځ د سرحدي کنترول مخه ونيسي، بريتانويان غواړي چې له دريمګړو هېوادونو څخه د وارداتو په برخه کې دوه ډوله بېل ګمرکي تعرفې واخلي چې يوه يې د هغو توليداتو په برخه کې اخيستل کيږي چې د اروپا بازار ته ورداخليږي او بله يې د هغو توليداتو په سر اخيستل کيږي چې بالاخره په بريتانيا کې خرڅلاو ته رسيږي. دغې خبرې ته ښايي بروکسل بيا د شک په سترګه وګوري. می له بحثونو وورسته ټينګار وکړ چې کابينې يې د هغې له موقف څخه ملاتړ کړی دی. هغې وويل: «په تفصيلي بحثونو کې کابينې نن زموږ پر هغه ګډ دريځ موافقه کړې ده چې له اروپايي اتحاديې سره د خبرو اترو له پاره يې لرو.»
د بريتانيې د حکومت تر منځ پېښو شويو ناندريو تر دې وړاندې له بروکسل سره د خبرو اترو په بهير کې ستونزې ولاړې کړې وې. د اروپايي اتحاديې اړخ شکايت کاوه ځکه چې بريتانيې له بريکزيټ څخه ايله نهه مياشتې مخکې هم د خبرو اترو له پاره کوم څرګند هدف نه و ټاکلی او وړاندې کړی.      

Großbritannien Theresa May bespricht Brexit Pläne mit dem Kabinett
دغه خبرې اترې د چېکرس په ماڼۍ کې وشوېانځور: Reuters/MOD/J. Rouse

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (23.08.2017):