1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرزا اولنګ کې ډله ییز قبرونه موندل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان په شمال کې له طالبانو څخه د میرزا اولنګ کلي تر نیول کیدو وروسته په دغه ځای کې ډله ییز قبرونه موندل شوي دي. افغان امنیتي چارواکو د دوشنبې په شپه له یاغیانو دغه کلی بیرته ونیو.

https://p.dw.com/p/2iIji
Karte Afghanistan Provinz Sar i Pul Deutsch
انځور: DW

افغان چارواکي په میرزا اولنګ کې د ډله ییزو قبرونو د موندل کیدو خبره کوي. د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه موږ درې قبرونه موندلي دي چې د ۴۲ انسانانو جسدونه په کې پراته وو. په دغه ډله کې درې ماشومان دي.»

تر دې دمخه کورنیو او ځایي چارواکو ویلي وو چې د طالبانو او داعش ډلو سخت دریځه جګړه مارو له لوري د میرزا اولنګ د کلي د نیولو پر مهال شا او خوا ۵۰ ملکي کسان په ډزو وژل شوي او یا هم ترې سرونه پریکړل شوي.

د څو ورځو تر سختو جګړو وروسته افغان امنیتي ځواکونه د دوشنبې (د ۲۰۱۴م کال د اګست ۱۴مه) په ماښام وتوانیدل چې دغه کلی بیرته له طالبانو ونیسي. د پوځ د معلوماتو له مخې د دغو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ یاغیان وژل شوي دي. داسې ډیر لږ پیښ شوي دي چې طالبانو دې له داعش سره یو ځای کوم برید تر سره کړی وي. په مرزا اولنګ کې زیاتره قربانیان شیعه مذهبه هزاره مسلمانان دي.

د میرزا اولنګ د کلي د نیولو پر مهال یاغیانو ډیر شمیر ملکي کسان برمته کړي هم وو. تیره اوونۍ طالبانو ۲۳۵ ملکي کسان آزاد کړل. دغو کسانو د دواړو تندلارو ډلو له لوري د ډیر شمیر ظلمونو د ترسره کیدو رپوټ ورکړ. طالبان له خپل اړخه د دغه کلي نیول تائیدوي، خو د ملکي کسانو د وژلو مسوولیت نه مني. خو داعش ډلې بیا په سرپل ولایت کې د ۵۴ شیعه مذهبو د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.