1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په یمن کې په ملیونونو کسان د لوږې له خطر سره مخامخ دي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي که چیرې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د یمن کلابندي ختمه نه کړي، نو په میلیونونو انسانان به له لوږې څخه اغیزمن شي. د ملګرو ملتونو امنیت غوښتنه کړې چې یمن ته د مرستود رسیدو اجازه ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/2nKmr
Jemen Unterernährung
انځور: Reuters/A. Zeyad

په یمن کې ناخواله وضعیت ته په کتو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سعودي عربستان په مشرۍ له پوځي ایتلاف څخه غوښتي دي چې په دغه هیواد کې ټول هوایي ډګرونه او بندرونه د مرستو د رسولو له پاره پرانیستي پریږدي. په ملګرو ملتونو کې د ایټالیې سفیر زبستیانو کاردي، چې اوس مهال د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري ویلي دي چې «ناوړه بشري وضعیت» ته په کتو سره دغه څه اړین دي.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو بشري مرستو همغږي کوونکي مارک لو کوک، د امنیت شورا ته ویلي دي چې په یمن کې د لوږې له کبله د میلیونونو کسانو د قرباني کیدو اندیښنه شته. لو کوک خبریالانو ته وویل، که چیرې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د سمندرونو او هوایي ډګرونو کلابندۍ ته ادامه ادامه ورکړي او د مرستو استول امکان و نه لري، نو دغه قحطي به هغه ډول نه وي لکه په جنوبي سوډان کې چې یې سږ کال په لسګونو زره خلک اغیزمن کړل. هغه زیاته کړې ده: «دا قحطي به داسې نه وي لکه چې په ۲۰۱۱م کال کې یې په سومالیا کې ۲۵۰ زره انسانان ووژل. دا به تر ټولو لویه قحطي وي، چې ښایي نړۍ په تیرو څو لسیزو کې نه وي لیدلي.»

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یمن ټول هوایي، ځمکني او سمندري اړیکي قطع کوي، څو د ایران له لوري حوثي یاغیانو ته د وسلو د لیږد مخه ونیسي. د رپوټونو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې سملاسي وروسته د یمن په عدن ښار کې مهم سمندري بندر بیرته پرانیستل شوی دی.

د رویترز خبري آژانس د دغه بندر د یوه استازي له قوله لیکلي دي چې بندیز لیرې کړل شوی دی او چاري په عادي ډول تر سره کیږي. د عدن ښار زیاتره برخه د هغو ځواکونو په لاس کې ده چې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي او د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن دي.

یمن چې د نړۍ یو له بې وزله هیوادونو څخه شمیرل کیږي او د عربي نیمه ټاپو په سویل کې پروت دی له ۲۰۱۴م کال راهیسې له یوې کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی. حوثي شیعه یاغیان او د هغې متحد پوځي قطعات چې د پخواني راپرځول شوي ولسمشر علي عبدالله صالح، سره اړه لري د دغه هیواد لویه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. ویل کیږي چې حوثي یاغیان د ایران ملاتړ له ځانه سره لري.

له بل اړخه د سعودي عربستان په مشرۍ یو پوځي اتحاد د ولسمشر عبد ربه هادي منصور چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی، د ځواکونو ملاتړ کوي او له دوه نیمو کلونو راهیسې د حوثي یاغیانو مورچلې بمباروي. په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

لو کوک، خبریالانو ته دا هم ویلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر عدیل الجبیر، سره د چهارشنبې په ورځ لیدلي دي. ویل شوي دي چې په دغه لیدنه کتنه کې له الجبیر څخه په سملاسي توګه په یمن کې د بشري مرستو د پریښودو غوښتنه شوې ده. له بل اړخه په یمن کې ډیر شمیر کسان د کلورا  په ناروغۍ اخته شوي دي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: