1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م. م: په غزني کې شاوخوا ۲۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۷ مرداد ۲۶, جمعه

ملګرو ملتونو ویلي چې د غزني ولایت په څو ورځنۍ جګړې کې د ۲۰۰ او ۲۵۰ په منځ کې ملکیان وژل او ټپیان شوي. دا په داسې حال کې چې افغان ولسمشر هم غزني ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/33IGQ
Afghanistan Taliban-Angriff in Ghazni
انځور: Reuters/M. Andaleb

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ سازمان «یو. ان. اوچا» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان سره صلیب د غزني په مختلفو برخو کې د جنګیالیو په ګډون د شاوخوا ۲۵۰ کسانو جسدونه راټول کړي دي. د تیرې جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه» سلګونو طالب جنګیالیو د غزني ښار د نیولو په موخه ډله ایز برید پیل کړ او له افغان امنیتي ځواکونو سره د ښار د نیولو دغه جګړه د څو ورځو له پاره وغځیده.

افغان امنیتي ځواکونه تر څو ورځو سختو جګړو بلاخره وتوانیدل چې د دې ښار بشپړ کنترول بیرته په خپل لاس کې ونیسي. د سختو جګړو له کبله په دې ولایت کې د پنځو ورځو له پاره مخابراتي خدمتونه هم ځنډیدلي وو چې د غزني د اوسیدونکو له پاره یې ګڼ شمیر ستونزې رامنځ ته کړې وې.

د جمعې په ورځ هم د غزني ولایت په یو شمیر برخو کې هم ځای ځای د نښتو رپوټونه ورکول کیږي، خو د طالبانو جنګیالي له ښاره بهر تر خپلې ولکې لاندې سیمو ته په شا شوي دي.

Afghanistan Taliban-Angriff auf Ghazni
انځور: Getty Images/AFP/AFPTV

په عین وخت کې د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۱۷ نیټه» ولسمشر غني هم دغه جګړه ځپلي ولایت ته سفر وکړ ترڅو د دې ولایت له امنیتي او حکومتي چارواکو سره ملاقاتو کړي. د ولسمشر غني د ټویټر پاڼې په حواله ښاغلي غني د رسمي ملاقاتو ترڅنګ په دې ولایت کې د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، په غزني کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په هکله په خپلو څرګندونو کې وویل چې د غزني په جګړه کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۰۰ سرتیري، ۳۰ ملیکان او شاوخوا ۲۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي