1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملګري ملتونه: د امریکا یوه هوایي برید ۲۳ افغانان وژلي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

د ملګرو ملتونو یوې څیړنې موندلې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې په هلمند ولایت کې د امریکا ځواکونو یوه هوایي برید لږ تر لږه ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/39CKB
Begräbnis nach NATO Luftangriff auf Tanklaster Kundus 2009
انځور له ارشیف څخهانځور: STR/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ ناوخته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما په یوه رسیدلي رپوټ کې راغلي دي: «لومړنۍ موندنې ښيي چې د قربانیانو ډیر شمیر ښخې او ماشومان ول.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دې پیښه درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.

برید د سه شنبې په ورځ ناوخته هغه مهال شوی چې افغان ځانګړي ځواکونه چې له امریکایي پوځيانو مشوره ترلاسه کوي په هلمند کې له طالبانو سره په جګړه بوخت ول.

د ناټو په حواله هغو ځواکونو چې په سیمه کې له طالبانو سره جګړه کوله، د هوایي برید غوښتنه کړې وه. د جګړې پر مهال یاغیانو په نښته کې له درنو وسلو کار اخیست او یوې نزدې اډې ته يې پرشا تګ کړی وو.

تر دې مخکې ولایتي چارواکو ویلي ول چې ښايي په برید کې د یوې کورنۍ څو تنه غړي وژل شوي وي. یوه ځايي چارواکي روښانه کړې وه چې برید ۱۸ ملکیان وژلي، خو هغه وخت یې څرګندونې نه وې تائید شوې.

ناټو اوس وایي چې د پیښې په اړه پلټنې کوي.

د پیښې د یوې نزدې سیمې اوسیدونکي حاجي محمد، ویلي دي چې هوایي برید تر هغه وروسته وشو چې طالبان له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال یوه کور ته ننوتل. د هغه په خبره هوایي برید د نهو یاغیانو په ګډون څو تنه ملکیان ووژل.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې افغان ملکیانو ته د دې هیواد د جګړې له کبله لوړه مرګ ژوبله اوړي. یوازې د همدې کال له جنوري مياشتي څخه تر سپتمبر پورې په افغانستان کې ۸۰۵۰ کسان وژل شوي دي.

له تیر کال راهیسې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی، ځکه طالبانو او د داعش ترهګرې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.