1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د یمن د هوایې برید د مستقلو څیړنو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ مرداد ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتیرش، پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف هوایې برید غندلی دی او په دې برخه کې یې د مستقلو څیړنو غوښتنه کړې. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۹ ماشومان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/32wio
UN Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Senosi

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند د پنجشنبې په ماښام (د اګست میاشتې ۹) وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو وار بیا د یمن په جګړه کې پر ښکیلو اړخونو غږ کړی دی چې غیر نظامي خلک او ځایونه دې نه په نښه کوي.

د یمن په صعده ایالت کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یوه غچ اخیستونکي هوایې برید په نتیجه کې د زده کونکو یو سرویس موټر په نښه شوی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د رپوټ په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي چې ۲۹ په کې ماشومان دي. د ۷۷ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی چې اکثره یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې برید د غندنې تر څنګ په دې اړه د مستقلو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. هغه له ښکيلو خواوو وغوښتل چې د نړیوالو قوانينو په برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ملکي خلکو د ژوند په خطر کې له اچولو څخه دې ډډه وکړي.  

امریکا متحده ایالات چې د سعودي عربستان له ملاتړو څخه دی د صعده ایالت د برید په اړه یې سخته اندیښنه ښودلې. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ويلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف باید د دې برید په اړه «اساسي او شفافې څيړنې» وکړي.

د یوې سیاسي حل لارې پیدا کولو هڅې

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د دې هوایې برید مسئولیت یې په غاړه اخیستی دی، له دې برید څخه په دفاع کې د یوه «روا او قانوني برید» خبره کړې، چې د یمن د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي عربستان پر جیزان ښار د ترسره شوی برید په ځواب کې یې صورت نیولی.

د حوثيانو د دې برید په ترڅ کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوی وو، یو تن وژل شوی او ۱۱ نور بیا ټپیان شوي ول. حوثيان چې ویل کیږي د ایران له ملاتړه برخمن دي او د صنعا تر څنګ د یمن په لویدیځ کې د یوې لوې ساحي کنترول په لاس کې لري، په دې وروستیو میاشتو کې یې د سعودي عربستان پر خاوره په لسګونه توغندي توغولي دي چې ډیری یې د عربستان د توغندیو د دفاعي سیستم په وسیله شنډ شوي دي.

Karte Jemen Saada EN

ګوتیرش یو وار بیا د یمن د شخړې د ختمولو په برخه کې د سیاسي حل لارې پر خپله غوښتنه ټنګار وکړ.

په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې مارتين ګریفیتس، تیره اونۍ اعلان کړی وو چې په تیرو دوو کلونو کې به د لومړي ځل له پاره د ښکیلو اړخونو تر منځ د سولې خبرې اترې ترسره شي. نوموړي ويلي وو چې اراده لري چې دواړه ښکیلي خواوې  به د ژنیف غونډې ته چې ټاکل شوې ده د سپتمبر میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شي، ور وبولي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یمن له جګړې څخه د یوې لویې بشري فاجعې په توګه یادونه کوي او د هغې د ختمولو له پاره د حل لارې په لټه کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې د یمن د ۲۸ میلیونه نفوس تر نیمایې ډیر یې د کلورا او دیفتري ناروغیو د خپریدو په مقابل کې د درملنې روغتیایې امکانات نه لري. تر ۲۲ میلیونه ډیر وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۲۰۱۵ م کال په مارچ میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د بریدونو له پیل څخه تر اوسه پورې نږدې ۱۰ زره کسان وژل شوي دي چې ډیري یې ماشومان او تنکې ځوانان دي.