1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مسلماني نجوني باید د بورکيني اغوستلو اجازه ولري»

۱۳۹۷ تیر ۵, سه‌شنبه

د آلمان د فاميلي چارو وزیري فرانسیسکا ګیفي، ویلي دي چې مسلمانې نجوني باید د ښوونځیو د لامبو په ساعتونو کې د پوره لباس یا بورکينې اغوستلو اجازه ترلاسه کړي، څو دوی لامبو زده کړای شي.

https://p.dw.com/p/30IvP
Bilder des Jahres 2016
انځور: Reuters

په آلمان کې د لامبو پرمهال د ټول بدن پټونکي جامو یا بورکينې اغوستلو موضوع تاوده بحثونه راپورته کړي دي. انتقاد کوونکي وایې چې د لامبو دغه لباس د جنسیتي جلا والي په معنی دی او د آلمان په ښوونځیو کې باید دې کار ته اجازه ورنه کړل شي. خو د آلمان د فاميلي چارو وزیرې فرانسیسکا ګیفي بیا ويلي دي چې که مسلمانو نجونو ته د خپل بشپړ بدن پټولو اجازه ورکړل شي، نو دا کار به له دوی سره د لامبو په زده کولو کې مرسته وکړي.

ګیفي د یکشنبې په ورځ وویل: «د بشپړ بدن پټونکې جامه (برکیني) په ښوونځیو کې د مسلمانو نجونو د بهتره ادغام له پاره لاره اوارولی شي. د دې جامې د اغوستلو له اجازې سره، د لامبو زده کړې په روزنه کې دوی شاملولی شو».  

ګیفي وویل: «تر ټولو مهمه د ماشومانو پالنه او روغتیا ده چې د لامبو زده کړه هم په دې کې شاملیږي.» د فاميلي چارو دغې وزیرې چې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند پورې اړه لري مخکې تر دې په پلازمېنه برلين کې د «نوی کولن» د ښاروالې په توګه هم دنده ترسره کړې. په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر زیات دی.

بل لور ته د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند (CDU) مرستیال مشرې او د کړهڼې وزیرې د ګیفې له نظر سره خپل مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا د پلار سالاره ټولنې نخښه ده او له دې امله باید بورکينې په ښوونځیو کې ځای ونه لري.

بورکينې د لامبو کولو داسې جامه ده چې یوازي لاسونه، پښې او مخ په کې ښکاري او نور ټول بدن پکې پټ وي.

د نورد راین وستفالن ایالت د ادغام د چارو مرستیال وزیر سیراب ګیولر، د ګیفي پر خبرې له انتقاد کولو سره وویل چې له دې سره خلکو ته یو غلط پيغام رسیدلی دی.

د بورکينې پر سر بحثونو هغه وخت زور واخیست کله چې د نورد راین وستفالن ایالت یوه ښوونځي پر هغو نجونو وړیا بورکیني وویشل چې مور پلار یې د لامبو په کلاسونو کې له ګډون کولو څخه منع کړي ول.

د آلمان د مرکزې حکومت د اصولو له مخکې هیڅ ښوونځې اجازه نه لري چې په خپل سر پر زده کونکو یو ډول جامې یا نور سامان آلات وويشي. د دې ترڅنګ ښوونځي مکلف دي چې په درسي ساعتونو کې نجونو او هلکانو ته په یوه ګډ صنف کې تدریس وکړي.