«د مهاجرو چارو ادارې پر ضد اقامه دعوا کیدلی شي»
۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعهد آلمان د خبري آژانس «ډي. پي. اې» په حواله، د آلمان په لایپڅیګ ښار کې یوې ادارې محکمې د پنجشبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای میاشتي ۱۲نیټه» داسې یو حکم صادر کړی چې له مخې یې پناه غوښتونکی کولای شي د پناه غوښتنې د عریضې له وړاندې کولو درې میاشې وروسته د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې یا بامف پر ضد اقامه دعوا وکړي.
د اقامه دعوا حق په هغه صورت کې پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې د پناه غوښتني له درخواست وروسته د بامف اداره د دوی د پناه غوښتني په برخه کې تر درو میاشتو وروسته پریکړه ونه کړي.
د محکمې دغه پریکړه په ځانګړې توګه د یوې افغان پناه غوښتونکې میرمني تر قضیې وروسته شوې ده. یادې افغانې پناه غوښتونکې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه. دغې میرمنې د پناه تر غوښتني ۲۲ میاشتې وروسته هم د بامف له ادراې د خپل پناه غوښتنې په هکله څه معلومات نه وو ترلاسه کړي او بیا یې وروسته په اوګسبورګ کې یوې محکمې ته په دې هکله شکایت وکړ.
یادې محکمې د افغان میرمنې تر شکایت وروسته داسې یو حکم صادر کړ چې دغه پناه غوښتونکې حقوقي ملاتړ ته اړتیا لري، ترڅو اړوند چارواکي یې د دوسیې په هکله لاس په کار شي. د یادولو وړ ده چې دغه محکمه د مهاجرت او پناه غوښتني دارې پر پریکړې او یا هم د مهاجرو د منلو او رد په برخه کې کوم اغیز نه لري.