1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: د نوازشریف دوسیه په جدي توګه څارو

۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبه

د پاکستان سترې محکمې د څیړنې د ګډې ډلې رپوټ او د پاناما ليکس دوسیه تر اوریدو وروسته خپله پریکړه خوندي ساتلې. له بل پلوه په دولتي اسنادو کې د جعل کاري له امله د پاکستان د امنیت د کمیسیون مشر ظفر حجازي نیول شوی.

https://p.dw.com/p/2h0FF
Pakistan Premierminister Nawaz Sharif
انځور: Reuters/C. Firouz

په پاکستان کې د لومړي وزیر د فساد د تور په هکله یوې ګډې څیړنیزې ډلې خپل رپوټ د دې هیواد سترې محکمې ته سپارلی دی. یادې ډلې د پاکستان سترې محکمې ته د دې هیواد د امنیت د کمیسیون د مشر ظفر حجازي د نیولو په هکله د رسمي عریضې وړاندیز کړی. نوموړی د نوازشریف د کورنۍ په ملاتړ په دولتي اسنادو کې په لاس وهنې تورن دی.

د «جي. آی. ټي» یا د څیړنې د ګډې ډلې تر رپوټ وروسته، د پاکستان د سترې محکمې په یوه ناسته کې د دې دوسیې په هکله پنځه غونډې شوي او په دوسیه کې ښکیلو ټولو اړخونو محکمې ته خپل دلایل وړاندې کړي دي. تر دې غونډې وروسته، د پاکستان سترې محکمې ټولو اړخونو ته دا ډاډ ورکړی چې د [لومړي وزیر نوازشریف] د لومړي وزیر په توګه د نااهل کیدو مسئلې ته توجه کوي. د محکمې یوه لوړپوړي چارواکي په دې هکله وویل چې ځینو سیاستوالو له محکمې څخه د نوازشریف د نااهل ګڼلو غوښتنه کړې. که چیرته داسې وشي، هغه له دندې ګوښه کیږي او ډیر امکان لري چې کاري بندیز پرې وضع او محکمې ته معرفي شي.

په همدې وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف په اسلام آباد کې خپل نږدې سیاسي ملګري د یوې بیړنۍ غونډې له پاره رابللي دي. په دې ډله کې د پنجاب ایالت اعلی وزیر یعنې د هغه ورور شهباز شریف هم د الوتکې له لارې اسلام آباد ته رسیدلی دی. بل لوري ته بیا د تحریک انصاف پاکستان یا «پي. ټي. آی» ګوند مشر عمران خان هم د خپل ګوند ځینې لوړپوړي چارواکي او سیاسي ملاتړي په اسلام اباد کې یوې بیړنی غونډې ته رابللي دي. په دې ناستو کې د دوسیو تر څیړنو وروسته رامنځته شوي وضعیت باندې خبرې اترې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ځیني کارپوهان داسې وړاندوینه هم کوي چې د نوازشریف مشر ورور شهباز شریف به چې اوسمال د پنجاب ایالات اعلی وزیر دی، د خپل ورور ځای ونیسي. ځیني نور شنونکي بیا وړاندوینه کوي چې نوازشریف سیاسي شهید شوی او کیدای شي له وخت څخه مخکې د ټاکنو غوښتنه وکړي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکی، جنرال امجد شعیب له دویچه ویله سره د پاکستان پر روان وضعیت باندې د تبصرې پر مهال وویل چې «په هیواد کې جمهوري نظام ته کوم ګواښ متوجه نه دی او پوځ په بشپړه توګه بې طرفه دی.» هغه وايي چې زما په فکر که چیرته پریکړه د نوازشریف پرضد وشي نو هغه به له دې حالت څخه سیاسي ګټه پورت کړي او زیاتوي چې هغه به د دې کار تور په پوځ پورې کړي.

نوموړي په مرکه کې همدا راز وویل چې د نوازشریف پرضد ډیر شواهد وړاندې شوي او محکمې هم د ټولو خواوو خبرې اوریدلې او اوس د ټولو سترګې د محکمې په لور دي.

تر دې مخکې پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهه عایشې صدیقې، له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله داسې نظر څرګند کړی وو: «هیواد له یو خورا پیچلي بحرانه د تیریدو په حال کې دی. حکومت اوس فلج شوی. سترې پریکړې نه کیږي او په راتلونکو ورځو کې به دا کړکیچ نور هم شدید شي. دا مسئله سترې محکمې ته راجع کیږي او په هیواد کې به یو ځل بیا د احتجاجونو سیاست پیل شي.» هغه همدا راز وايي چې نوازشریف د دې هیواد پوځ خفه کړی او اوس پوځ غواړي چې هغه له مخې لیرې کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.05.2017):