1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

متیس په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو خبره کوي

۱۳۹۷ تیر ۴, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي دي چې د افغانستان د سولې په تړاو اوس تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته مثبتې نخښي نښانې تر سترګو کیږي.

https://p.dw.com/p/30D7B
USA James Mattis
انځور: Getty Images/K. Lane

متیس په وروستیو وختونو کې د طالبانو له خوا د درې ورځیني اوربند منلو ته اشاره وکړه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر د ورځو له پاره وړاندیز کړی وو.

که څه هم طالبانو د افغان حکومت له خوا د دې اوربند د غځولو وړاندیز رد کړ، متیس د اوربند پر مهال د طالب جنګیالیو، افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو له خوا په ګډه د اختر لمانځلو ته په اشارې سره وویل: «دا روښانه ده چې غني داسې یو کار کړی دی چې غبرګونونه یې راپارولی دي.»

 

هغه زیاته کړه: «دا غبرګونونه نه یوازې د افغان حکومت له اړخه، بلکي طالبان یې هم په ژوره توګه اغیزمن کړل. موږ به وګور چې چاري به تر دې وروسته څرنګه پر مخ ولاړې شي.»

د کوچني اختر د اوربند پر مهال د افغانستان په جګړه کې ټولو ښکیلو اړخونو هیله څرګنده کړه چې هغه به وغځول شي او په دې ترتیب سره به نښتې پای ته ورسیږي. خو کله چې د اوربند پر مهال طالب جنګیالیو له افغان امنیتي ځواکونو سره انځورونه واخیستل، نو د دې ډلې مشران یو څه په غوسه شول او ویې ویل چې انځور اخیستونکو طالب جنګیالیو ته سزا ورکړل شي.