«ماشوم مهاجرو ته دي خويندي او وروڼه را وغوښتل شي»
۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبهسیف دي چلدرن یا د ماشومانو د ملاتړ سازمان آلمان ته د بې سرپرسته ماشومانو خویندو او وروڼو ته د راتګ د اجازې غوښتنه کړې. یاد سازمان په برلین کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې ده چې آلمان ته د ماشوم مهاجرو د وروڼو او خویندو د نه راتګ اجازې په تړاو اوسني قوانین، د دې مهاجرو هوساينه ادغام له خطر سره مخامخ کوي.
په آلمان کې د ياد سازمان د حقوقي څانګې مسئولي مایکي ریباو په دې هکله ویلي دي چې: «له هغو ماشوم مهاجرو سره چي يوازي ئې اروپا ته ځانونه رسولي دي، د ټولي کورنۍ يوځای کېدل ناممکن شوي دي.» اوس يوازي د بې سرپرسته ماشوم مهاجرو والدینو ته اجازه ورکول کیږي چي له دوی سره یوځای شي، خو د هغوی خویندي او وروڼه د شرایطو په پوره کولو سره له دوی سره د یوځای کیدو اجازه ترلاسه کوي.
د سیف دي چلدرن له نظره دغه شرایط په ځانګړې توګه د ژوند د مخته بیولو له پاره د عایداتي سرچیني تأمین او د اوسیدو له پاره د کافي ځای درلودل دي. د دې شرایطو پر اساس له شپږو کلنۍ کښته ماشومانو د اوسیدو له پاره باید ۱۰ متره مربع د اوسیدو ځای هم برابر وي.
د۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتي راهیسې د آلمان فدرال حکومت د مهاجرو د کورنیو د الحاق لړۍ چې له محدود [حکومتي مالي] ملاتړه گټه اخلي، د دوو کلونو له پاره ځنډولې.
د آلمان حکومت دې پریکړي تر ډیره سوریايي مهاجر اغیزمن کړي، ځکه چې د هغوی تر نیمايي ډیر یې د [دولت له لوري] محدود [مالي] ملاتړ ترلاسه کوي.
په عین وخت کې مرستندوی سازمانونه پر دې قوانینو نیوکې کوي او دغه څه د اساسي قانون، د اروپا د قانون او همدا راز له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ګڼي. په دغو قوانينو کې د ماشومانو هوساینه او د کورنیو خوندیتوب اساسي مسئله ده.
د کار بازار او مسلک په برخه کي د څېړنو انستیتوت وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پايه پوري به په آلمان کې قبول شوي ۴۰۰۰۰۰ مهاجر د ژنیو د کنوانسیون پر اساس ژوند وکړي. یوازي همدوی مستحق دي چې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
د څېړني پر اساس خبره له۱۰۰څخه تر۱۲۰ زره پوري د مېرمنو، خاوندانو او کم سنه ماشومانو ده.
dpa,KNA/K.H
زموږ له ارشيف څخه: