1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه د مهاجرو د اخراج پروسې څو مهم ټکي

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

څوک د اخراج امر صادروي او څوک دغه امر عملي کوي؟ ولي ځینو کسانو ته چې د وتلو وویل شي، بیا هم پاتيږي. دویچه ویله د آلمان پیچلي قوانین چې پر بنسټ یې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره یو کس اخراجیږي، تاسې ته روښانه کوي.

https://p.dw.com/p/2eAQT
Abschiebung von Ausländern am Flughafen Berlin-Schönefeld Stempel abgeschoben
انځور: picture alliance/dpa/R.Hirschberger

د یوه کس د اخراج پریکړه څوک کوي؟

تاسې به ښايي داسې فکر کوئ چې د آلمان د پناه غوښتنې او مهاجرت فدرالي اداره یا «بامف» به دغه چارې پرمخ وړي، ځکه چې د دې ادارې دنده په آلمان کې د یوه مهاجر د پاتېدو او نه پاتېېدو په هکله پریکړه کول دي. دغه اداره یوازې دا ټاکي چې آیا یو کس په آلمان کې له سیاسي پلوه د پاتېدو حق لري او که نه. دوی یوازې کولای شي چې د اخراج تهدید یا «ابشیب اندرونګ» اجرأ کړي، خو د دې پریکړه نه شي کولای چې یو څک دې جبراً اخراج شي. دغه څه د آلمان د ۱۶ ایالتونو د ځايي چارواکو دنده ده چې د آلمان فدرالي حکومت تشکيلوي.

د یوه مهاجر رد شوې پناه غوښتنه د آلمان د ځايي ایالت د بهرنيو چارو د ثبت ادارې یا «اوس لندر امت» له پاره یو له دلایلو څخه دی چې یوه مهاجر ته د آلمان د پریښودو خبره وکړي. داسې بهرني اتباع چې د اوسیدو اجازه ولري او داسې کسانو ته چې په آلمان کې د پناه غوښتنه ورکړل شوي وي، د جدي جرم له امله د اخراج امر ورباندې عملي کیږي.

په داسې پیښو کې، ځايي چارواکي د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې له ادارې یا «بامف» سره سلامشورې کوي، د عامه خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره پریکړه کوي چې یو کس اخراج شي او یا پاته شي. د آلمان ۱۶ ایالتونو کولای شي چې د «بامف» ادارې د اخراج امر له دې امله چې د اخراج شوي کس اصلي هیواد امنیت او خوندیتوب ونه لري، د اخراج د امر له عملي کولو ډډه کوي.

آیا د اخراج ټول ډولونه یو شان دي؟

Infografik Abschiebungen Deutschland ENG
د پناه غوښتونکو د بيرته لېږلو بېلابېلي لاري

د دې پوښتني ځواب «نه» دی. په دې هکله دوه قانوني شکلونه موجود دي. لومړی ډول یې «اوس وایزونګ» یعنې ایستل یا شړل دي او بل ډول یې «ابشیبونګ» یا اخراج دی. هغه کسان چې «اوس وایزونګ» ترلاسه کوي، اړ دي چې آلمان ترک کړي، ځکه دوی د اوسیدو قانوني اسناد نه لري. دا چې څنګه دوی دا هیواد ترک کوي، دا په دوی پورې اړه لري. خو یو څوک هغه وخت «ابشیبونګ» یا اخراج ترلاسه کوي چې داسې فکر وشي چې دوی ته د وتلو وویل شي، نو دوی په خپله خوښه نه وځي. نو له همدې امله یو څوک په جبري توګه «ابشیبونګ» ترلاسه کوي خو جبري «اوس وایزونګ» نه شي ترسره کیدای.

آیا اخراج کیدونکي کسان د دولت پروړاندي د غوښتنې حق لري؟

د دې پوښتنې ځواب «هو» دی. د بیلګې په توګه یو رد شوی مهاجر د دې حق لري چې په محکمه کې دعوا وکړي او د «بامف» ادارې پریکړه وننګوي چې آیا دوی پر ځای پریکړه کړې او که نه؟ خو مهمه دا ده چې دوی باید دغه کار ژر تر ژره وکړي. د هغو کسانو چې د پناه غوښتنه یې رد شوي وي، یوازې یوه اونۍ وخت لري چې د محکمې غوښتنه وکړي او په ځینو حالاتو کې بیا دغه وخت دوې اونۍ ټاکل شوی دی. یو څوک همدا راز کولای شي چې د بهرنيانو د ثبت ادارې د چارواکو د پریکړې پر خلاف هم د استناف محکمې غوښتنه وکړي.

د هغو کسانو له ډلې څخه چې باید آلمان ترک کړي، زیاتره یې تر اخراج مخکې تښتي. ځکه چې دوی له ذهني او فزیکي پلوه د سفر کولو وړتیا نه لري او یا هم د دوی اصلي هیوادونه په عمومي توګه خوندي نه دي او یا هم په ځینو مواردو کې دغه کسان د بیرته تګ له پاره د خپل هیواد قانوني اسناد په لاس کې نه لري. له دې امله بیا تر هغه پوري چې پورته یاد شوي شرایط تغیر کوي، دغه ډله کسان په آلمان کې د پاتېدو له پاره زغمل کیږي.

هغه مهال چې چارواکي د یو چا د ایستلو پریکړه وکړي، لومړی څه کیږي؟

Infografik Number of deportations versus voluntary returns from Germany 2012-16
پناه غوښتونکي چي پخپله خوښه او زور بيرته لېږل سوي دي.

په لومړي سر کې چارواکي داسې هیله لري چې هغه کسان چې په آلمان کې د پاتېدو حق نه لري، دوی به د وتلو دغه دنده په خپله عملي کوي. خو داسې ښکاري چې دا کار تل اسانه نه وي. د آلمان دولت وايي چې په ۲۰۱۶م کال کې تر۵۰ زرو ډیر کسان په خپله خوښه بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ګرځیدلي دي. دغه شمېر په همدې ۲۰۱۶م کال کې تر اجباري اخراج څه برابره لوړ دی.

هغه کسان چي پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستنيږي، د آلمان دولت ورسره له۷۵۰څخه تر ۸۴۵ یورو مالي مرسته هم کوي. د میک کینسي په نامه د مشورې ورکوونې شرکت په حواله جبري اخراج د آلماني ماليه ورکوونکو له پاره دوه برابره په لوړه بیه تمامیږي.

له جبري اخراج کیدونکو کسانو سره د آلمان دولت څنګه چلن کوي؟

Infografik Deportations from Germany have risen sorted by German federal states ENG
له مختلفو ایالتونو څخه د مهاجرو د اخراج شمېر

که چیري د «بامف» ادارې له خوا د یو کس د اخراج امر شوی وي، نو عملي کول یې د بهرنیو اتباعو د ثبت ادارې او یا هم د ځايي پولیسو دنده ده. اخراج کیدونکی کس ته د هغه د اخراج د وخت او تاریخ په هکله معلومات ورکول کیږي. هغه کسان چې په دغه وخت کې حاضر نه وي او یا ځانونه پټ کړي نو پولیس يې توقیف کي خو دوی زندان ته نه اچول کیږي. یوازې د اخراج له پاره يې پولیس توقیف کوي.

د ایالتونو ځايي پولیس اخراج کیدونکي مهاجر تر هوايي ډګره پورې انتقالوي او هلته بیا د آلمان فدرالي اړوندو پولیسو ته سپارل کیږي چې بیا وروسته د اخراج له پاره الوتکې ته پورته کیږي. ځینې وختونه، د مهاجرو د اخارج له پاره چارتر الوتکې چمتوی شوي وي خو په عادي حالاتو کې له عادي الوتکو څخه د اخراج له پاره کار اخیستل کیږي.

د اړتیا په صورت کې د آلمان فدرالي پولیسو افسران له اخراج کیدونکو کسانو سره یوځای سفر کوي، څو د اصلي هیواد ته د اخراج کیدونکو کسانو لړۍ ډاډمنه کړي.

د لوجیستيکي او مالي لګښتونو له امله، چارواکي هڅه کوي چې د اخراج پروګرام په ډله ایز ډول ترسره کړي. خو ډله ایز اخراج بیا زیاتره وخت ډیر جنجالي کار وي.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د فدرال آلمان بنسټ ایښودونکو غوښتل چې د پولیسو مرکزي رول کم کړي. له همدې امله ځايي ادارو ته مسوولیت او د پریکړې ډیره آزادي ورکړل شوې ده. د دې مسئلې یو اړخ دا دی چې د آلمان د اخراج سیاست او عملي کوونه یې ډیر پیچلی کار دی.

زموږ له ارشيف څخه دغه راز کتلائ او لوستلای سئ: