«له آلمان څخه يوه اخراج شوي افغان مهاجر په کابل کې ځان وژلی»
۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبهد افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی د آلمان خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه کس د سه شنبې په ورځ د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) له لوري په مؤقتي سرپناه (هوټل) کې مړ موندل شوی دی.
زیاته شوې ده چې دغه ۲۳ کلن د بلخ ولایت اوسیدونکی دی او تر اخراجیدو دمخه یې په آلمان کې اته کاله ژوند کړی دی.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې په کابل کې د آی او ام، دفتر یوې سرچینې دغه معلومات تائید کړي دي. د دغه سرچینې په وینا د پيښې په هکله پلټنې کیږي. زیاته شوې ده چې د بلخ ولایت دغه اوسیدونکی په سپین زر، هوټل کې مړ موندل شوی، چیرې چې آی او ام اخراج شوو کسانو ته د څو ورځو اوسیدو امکانات برابروي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې تر اخراج وروسته کوم لوري ته ولاړ شي.
له آلمان څخه د نه منل شوو افغان مهاجرو د اخراج د لړۍ په وروستي پرواز کې د نورو پروازونو په پرتله زيات مهاجر اخراج شول. په دغه پرواز کې ۵۱ کسان يوازي له بايرن ايالت څخه ول. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، د ډیرو کسانو د اخراجیدو په هکله خوښي څرګنده کړې وه.
د مهاجرو د ملاتړي سازمان پرو ازول او د بایرن د مهاجرو شورا فعالانو، پر دې باندې نیوکه کړې وه چې په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر خونړۍ چاودنې وروسته د مهاجرو د اخراج په برخه کې محدودیت له منځه وړل شوی دی.
پخوا به یوازې هغه کسان افغانستان ته اخراجیدل چې کوم جرم به یې کړی وو، د آلمان امنیت ته به خطر ول او یا به یې هم د خپل اصلي هویت په ښوولو کي مرسته نه کوله. د دغو فعالانو په خبره اوس ښایي «ښه ادغام شوي کسان» هم اخراج شي.
زموږ له آرشیف څخه: