«له آلمانه نور افغانان هم اخراجيږي»
۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د بایرن ايالت د مهاجرو شورا زیاتره مهال په دې تړاو پوره معلومات لري. خو دغه خبري آژانس تر اوسه پوري لا په دې توانېدلی نه دی چي دغه خبر په کابل کي له اړونده چارواکو څخه تائيد کړي.
ښایي دا له دې کبله وي چې په افغانستان کې د نوي کال ورځې شپي دي او د چهارشنبې او پنجشنبې ورځې عمومي رخصتي ده.
خو نوموړې شورا په دې هکله هیڅ معلومات نه دي ورکړي، چې په دغه پرواز کې به څو تنه واستول شي. د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې تر اوسه پوري آلمان په ټوله کې ۱۸۸ رد شوي افغانان چې زیاتره یې ځوانان دي په مستقیمو پروازونو کې خپل هیواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۱۷م کال په می میاشتې کې په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د آلمان حکومت افغانستان ته د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ محدوده کړه او یوازې هغه کسان استول کیږي چې جرمونه يې کړي وي، آلماني چارواکي یې د دې هیواد امنیت ته خطر ګڼي او یا هم هغه کسان چې د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له آلمان څخه د رد شوو افغانانو اخراج لا هم یوه شخړه ایزه موضوع ده، او دليل يې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له ختمیدو راهیسې له افراطيانو سره د کړکیچ لا ډېريدل ياد کړی دی.
همدا د چهارشنبې په ورځ چې په افغانستان کې د نوي کال لومړۍ ورځ وه، یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه د ۳۱ کسانو ژوند واخیست. د دغه برید مسوولیت ترهګرې ډلې داعش پر غاړه واخیست.
زموږ له آرشیف څخه: