1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه بیا یوه ډله افغانان اخراجیږي؟

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې آلمان غواړي چې په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره یوه بله ډله رد شوي افغانان د جنورۍ مياشتي پر ۲۳مه نیټه کابل ته واستوي. ویل شوي چې دا ځل زیاتره اخراجیدونکي له بایرن ایالت څخه دي.

https://p.dw.com/p/2r3vk
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل هوایي ډګر کې د اخراجیدونکو کسانو د څارنې چارو مسوول فضل الرحمن خادم د چهارشنبې په ورځ دوی ته دا خبره تائید کړې ده چې د جنورۍ پر۲۴ نېټه کابل ته يوه الوتکه رسيږي.

د هغو معلوماتو له مخې چې نوموړي خبري آژانس په دسمبر میاشتې کې تر لاسه کړې دي دغه الوتکه د آلمان د دوسلدورف له هوایي ډګره الوزي. خو دا خبره لا معلومه نه ده چې په الوتکه کې څومره رد شوي پناه غوښتونکي استول کیږي. د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول، ویلي دي چې په دغه پرواز کې به زیاتره رد شوي کسان د بایرن او بادن وورتمبیرګ ایالتونو وي.

د بایرن د مهاجرو د شورا مشر ستیفان دونوالد، ویلي دي: «اوسمهال له بایرن ایالت څخه څلور تنه په پام کې دي.» خو هغه اټکل کوي چې ښایي د جنورۍ تر ۲۳مې نیټې پورې له بایرن ایالت څخه دغه شمیر ۱۵ تنو ته ورسیږي.

د اخراج په اړه د آلمان حکومتي مقامات اصولا کوم پخلی نه کوي. د آلمان مرکزي او ایالتي حکومتونو د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې تر اوسه پوري په ټوله کې په اتو پروازونو کې ۱۵۵ رد شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته استولي دي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې درې کاله تر مخه د ناټو د یوه جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته امنیتي وضعیت خراب شوی دی. په ۲۰۱۷م کال کې یوازې په کابل کې ۲۰ خونړۍ حملې شوي دي چې تر۵۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.

خو د تیر میلادي کال په می میاشت کې په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر خونړۍ چاودنې وروسته یوازې هغه افغانان له آلمانه خپل هیواد ته اخرجیږي چې جرمونه یې کړي وي، د آلمان امنیت ته خطر وي او یا هم د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: