1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

لندن کې مسجد ته څیرمې یوې پیښې لږ تر لږه یو کس وژلی

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

د لندن په شمال کې یو موټر لاررویان لاندي کړي او لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی. د پیښي په تړاو یو کس نیول شوی دی او په سیمه کې هم اضافي پولیس ځای پر ځای کړل شوي.

https://p.dw.com/p/2eu8n
England Polizei - Mehrere Opfer bei Vorfall in London
انځور: Reuters/N. Hall

پیښه تیره شپه ناوخته رامنځ ته شوه. د پیښې په ځای کې د یوه کس وژل کیدل هم تایید شوي دي. پولیسو ویلي دي چې د دغه برید په تړاو یو ۴۸ کلن کس نیول شوی دی.

د پولیسو په بیانیه کې راغلي دي: «موټر چلوونکی د خلکو له خوا نیول شوی وو او بیا پولیسو ونیو کړ.»

د امبولانس مسوولینو ویلي دي چې د پیښې له سیمې څخه اووه کسان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د انګلستان لومړۍ وزیر تریسا مي، ویلي دي: «پولیسو تایید کړې ده چې له دې پیښې سره د یوه احتمالي ترهګریز برید په توګه چلن کیږي.»

مې زیاته کړې ده: «زه د قربانیانو، د کورنیو او په سیمه کې د بیړنیو خدمتونو ډلې په فکر کې یم.»

د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې امبر رود، تایید کړه چې دغه پیښه اوس د ترهګرۍ ضد قوماندې مرکز له خوا څیړل کیږي.

د پولیسو په حواله هغو ته د شپې پر ۱۲:۲۰ د لندن په «سیون سیستر واټ» باندې د یوې پیښې په اړه خبر ورکړل شو. عیني شاهدانو ویلي دي چې موټر چلوونکي په قصدي توګه پر هغو کسانو چې د روژې تر مراسمو وروسته له مسجد څخه د وتلو په حال کې وو، موټر ورځغلولی دی.