1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانکفورت: لوی فرهنګي ښار

۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبه

فرانکفورت نه یوازې د بانکونو او لوړو ودانیو ښار دی، بلکې د بیلابیلو کلتوري ابعادو درلودونکی ښار هم دی. د مشهور آلماني شاعر «ګوېته» کوراو د «موزیم اوفر» په نوم د پنځلسو موزیمونو یوه لړۍ هم دلته موجوده ده.

https://p.dw.com/p/312BW
Frankfurt Städelmuseum Rubens Kraft der Verwandlung
انځور: The Fitzwilliam Museum, Cambridge

فرانکفورت په لومړي نظر کې د لویو ودانیو درلودونکی یو ښار دی چې تر ټولو دمخه بانکونه او هوایې ډګر یې د خلکو پام ځانته را اړوي. په ځانګړي توګه د «رومر» په نوم لرغونې ودانۍ چې د پنځلسمې پیړۍ راهیسې د ښاروالۍ د ودانۍ په توګه ترې استفاده کیږي ډیره مشهوره ده.

فرانکفورت د آلمان یو ډیر مهم لوی فرهنګي ښار هم دی.  په کال کې یو وار په نړۍ کې د کتاب تر ټولو لوی نندارتون هم په همدې ښار کې جوړیږي. تر پنځو سوو ډیر کلونه پخوا، او د یوهانس ګوتنبرګ په وسیله د چاپ ماشين تر کشفیدو لږه موده وروسته د دې ښار بنسټ ایښودل شوی. د یوهانس ګوتنبرګ مجسمه د آلمان د مشهور شاعر ولفګنګ ګوېته له مجسمې څخه په لږه فاصله کې ودرول شوه. 

د ګوېته کتابتون مشر یواخيم سنګ په دې اړه وایې. «فرانفکورت په ۱۸ پیړۍ کې کله چې ګوېته نړۍ ته سترګې پرانیستلې ۳۰ زره نفوس درلود. خو د امپراطور د تاج ایښودنې، یعنې د آلماني ملت له پاره د روم د مقدسې امپراطورې په څیر وو، له دې امله د امپراطور د ښار په نوم انتخاب شو. او دغه ښار د خپلو تجارتي لارو او نندارتونونو سره، طبعي ده چې یو تجارتي ښار دی.»

هغه کور چې ګوېته په کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې اوس یو موزیم دی چې هر کال نږدې ۱۰۰ زره کسان ترې لیدنه کوي. ګوېته په دې کور کې چې اوس په ډیر دقیق ډول رغول شوی دی د خپل ژوند ۲۵ کاله تیر کړي دي. هغه په خپل همدې کور کې خپل د ځوانۍ د وختونو مشهور رومان «د ځوان ورتر رنځ» لیکلی وو.

د ګوېته د کتابتون مشر وایې:«ګوېته په خپلو ادبیاتو سره، د فرانکورت له ښار څخه، د «د ځوان ورتر رنځ» له رومان سره د آلماني رومان په نړۍ کې انقلاب رامنځته کړ. هغه په شعر کې انقلاب رامنځته کړ. بالاخره د «ګوتڅ» ډرامه یې هم په فرانکفورت کې ولیکله».

د ګوېته له کوره یوازې څو متره لرې د «پاول کلیسا» هم موقعیت لري. په دغه لرغوني، ښکلې او کلاسیکه ودانۍ کې «د فرانکفورت ملي شورا» د ۱۸۴۸ کال د می په انقلاب کې د لومړي ځل له پاره خپله لویه غونډه دایره کړه. دغه نیټه په آلمان کې د دیموکراسۍ د زیږیدو د ساعت په نوم شهرت لري.

د فرانکفورت ښار د ماين سیند په څنډه کې د خپلو موزیمونو له کبله هم شهرت لري. د ماین سیند په شاوخوا کې ۱۵ کلتوري بنسټونو په ګډه، یعنې د «موزیم اوفر فرانکفورت» په نوم د موزیمونو لړۍ تشکيلوي.

له دغو موزیمونو څخه یو تر ټولو لرغونی یې د «شتېدل موزیم دی» دی چې په دغه موزیم کې موجود آثار له څوارلسمې پیړۍ څخه تر معاصر وخته پورې د هنر ۷۰۰ کلن تاریخ وړاندې کوي.