1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه او مالتا ژغورل شوي مهاجر مني

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

ایټالیې په اروپایې اتحادیه کې د مهاجرو په تړاو خپل دریځ سخت کړی دی. د هغو مهاجرو یوه برخه چې په مدیترانه کې ژغورل شوي ایټالیا ته نه وروستل کیږي. نور اروپایې هیوادونه دوی مني.

https://p.dw.com/p/31TKl
Flüchtlinge im Mittelmeer
انځور: picture alliance/dpa/S. Palacios

د ایټالیې لومړي وزیر جوزیپه کونته، په ټولنیزې شبکې فیسبوک کې اعلان کړی دی چې مالتا او فرانسې هیوادونو امادګي ښودلې چې هر یو یې په نوبت سره پنځوس پنځوس مهاجر ومني.

دا په مجموع کې هغه ۴۵۰ تنه مهاجر دي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۴مه) د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت آژانس فرونټکس له خوا ژغورل شوي دي.

کونته وویل چې هغه تمه لري چې د اروپایې اتحادیې نور هیوادونه به هم د مالتا او فرانسې په پل قدم کیږدي. نوموړي وویل چې دغه موافقه د اروپایې ټولنې له ۲۷ غړو هیوادونو سره تر تلیفوني او مکتوبي اړیکو وروسته رامنځته شوې.

د ایټالیې لومړي وزیر دغو اروپایې هیوادونو ته په خپلو تلیفوني او مکتوبي اړیکو کې د جون په پای کې د اروپایې اتحادیې د ترسره شوي سرمشریزې د نتیجه ګیري منطق او روح ور په یاد کړ.

هغه پر خپلو نورو اروپایې سیالانو غږ وکړ چې د مهاجرو د ویش د ګډ مسئولیت په برخه کې دې«غیرمنتظره نښه» وښایې او د مهاجرو یوه برخه دې ومني.

له لرګينې کیشتۍ څخه ژغورل شوي

د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت آژانس (فرونټکس) دوو کیشتیو د شنبې په ورځ د هغه لرګینې کیشتۍ شاوخوا ۴۵۰ تنه سپاره وژغورل او د ایټالیې اوبو ته انتقال کړل چې د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخ ول.  له ياد شمېر مهاجرو څخه اته تنه ښځې او ماشومان د درملنې له پاره د ایټالیا لمپیدوزا ټاپو ته انتقال شوي دي. 

Infografik Flüchtlingsrouten Mittelmeer 2017 DEU

د ایټالیې د کورنیو چارو ښې اړخې وزیر ماتئو سِلویني، دغو مهاجرو ته د ایټالیا خاورې ته د داخلیدو اجازه ورنه کړه او د دې پر ځای یې اعلان وکړ چې دغه مهاجر به بیرته مالتا یا لیبیا هیوادونو ته واستوي.

د مسئولیت پر سر شخړه

په دې وروستیو اونیو کې یو وار بیا د ایټالیا او مالتا تر منځ له اوبو څخه د ژغورل شوو مهاجرو د منلو او د هغوی سره د مرستې د مسئولیت پر سر اختلاف رامنځته شوي دي. تیره میاشت مالتا هیواد باید د «لايف لاين» په نوم له پناه غوښتونکو سره د مرستې کیشتۍ ته چې ۲۳۴ تنه په کې سپاره ول د لنګر اچولو اجازه ورکړه.

له هغه څخه څو ورځې مخکې بیا ایټالیا او مالتا د اکواریوس "Aquarius" په نوم د مهاجرو ژغورونکي کیشتۍ ته چې ۶۳۰ تنه په کښې سپاره ول د لنګر اچولو اجازه ور نه کړه چې بالاخره مجبوره شوه هسپانیا ته لاړه شي.

د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر ماتئو سِلویني، غواړي چې دغه هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر صفر ته ورسوي. د جون په میاشت کې دوی پریکړه وکړه چې د مهاجرو کیشتۍ او همدارنګه د مرستندویه سازمانونو او رسمي مارموريت کیشتیو ته هم په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنه کړي.