غزني ته تازه دمه ځانگړي ځواکونه استول کيږي
۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبهپر غزني ښار باندې د طالبانو برید، چې د پلازمينې کابل او د افغانستان د سويل ترمنځ پر غزيدلې لاره يو مهم ستراتيژيک مرکز دی، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاره يو سخت گوزار دی او د طالبانو سره یې د سولې د احتمالي خبرو اترو هيلې يو څه کمې کړي دي.
په کابل کې حکومتي چارواکو ويلي چې حکومت منلې پر غزني بريدونه د دوی له پاره ناڅابي ول او د بريدونو تر پيليدو کابو ۷۲ ساعته وروسته ولسمشر غني، غزني ته په چټکه توگه د تازه دمو سرتيرو د ليږد اعلان کړی.
افغان چارواکو ويلي چې ځانگړي امريکايي ځواکونو هلته موجود ول او د افغان ځواکونو سره یې د ځمکنيو عملياتو او هوايي بريدونو په تنظيمولو کې مرسته کوله خو دا خبر په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو د قوماندانۍ له خوا نه دی تصديق شوی.
د تيرې جمعې په شپه د طالبانو تر بريدونو وروسته لا هم له دغه ښاره د جگړو او نښتو خبرونه ورکو خو له دې ښار ډیر معلومات نه ترلاسه کیږي ځکه په غزني کې د نښتو له کبله د اطلاعاتو سیستم په قسمي توګه ويجاړ شوی دی.
په دې منځ کې حکومتي چارواکو د دوشنبې په ورځ تائيد کړې چې د تيرو څلورو ورځو په نښتو کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۰۰ تنه امنيتي ځواکونه «وژل شوي او يا لا درکه» دي. د افغان ځانگړو ځواکونو يوه وياند جواد سليم، وويل چې دغه عسکر د ښار په مرکز کې د نښتو په ترڅ کې او يا هم ښايي د ولايت په نورو ولسواليو کې په پراگنده نښتو کې يا خو وژل شوي او يا لا درکه شوي دي.
د يوه امنيتي چارواکي په حواله طالبانو ته هم درنه مرگ ژوبله اوښتې ده. ويل شوي چې د يکشنبې په شپه کابو ۵۰ تنه وسله وال طالبان هغه وخت د يوه هوايي بريد ښکار شول چې د ډوډۍ خوړول له پاره په انتظار ول.
په غزني کې د ملکي تلفات کره شميرې نه دي ترلاسه شوي خو کابل ته رسيدلي عيني شاهدانو ويلي چې په کوڅو کې د ملکيانو جسدونه پراته دي.
د افغان ځانگړو ځواکونو وياند زياته کړه چې دمگړۍ له کابل څخه تازه دمې عسکر غزني ته پر لار دي. هغه زياته کړه چې پخواني عسکر د طالبانو د کمينونو او حملو قرباني شوي دي.
نوموړي وياند زياته کړه: «په غزني ښار کې دننه وضعيت زموږ تر کنترول لاندې دی خو موږ د شا او خوا ولسواليو په هلکه انديښمن یو. ډير شمير ولسواليو ته د طالبانو له خوا تهديد متوجه دی.»
خو په ولسي جرگه کې د غزني د خلکو استازي علي اکبر قاسمي، وويل چې په تیرو څلورو ورځو کې پر طالبانو د يو شمير هوايي بريدونو سربيره هم امنيتي وضعه ښه شوې نه ده. هغه وويل چې د ښار اوسيدونکي د ځانونو د ژغورولو په موخه تېښتې ته اړ شوې دي. نوموړي زياته کړه چې يو شمير وسله والو د ملکيانو او همدا راز د ځينو ځايي حکومتي چارواکو کورونه چور کړي دي.