1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عباس:اروپايي ټولنه دي فلسطين د دولت په توگه په رسميت و پيژني

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

د فلسطينيانو مشر محمود عباس له اروپایي ټولني څخه و غوښتل چې د فلسطينيانو سيمه دي د يوه دولت په توگه په رسميت و پيژني. خو اروپايان بيا غواړي چې عباس له زغم څخه کار واخلي او له اسرائيلو سره د خبرو له لاري دغه شخړه حل کړي.

https://p.dw.com/p/2rLOm
Der palästinensische Präsident Mahmud Abbas und Federica Mogherini
انځور: picture-alliance/W.Dabkowski

په داسې حال کې چې د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستيال مايک پنس په ۲۰۱۹م کال کې بيت المقدس ته د خپل سفارت د انتقالولو اعلان وکړ، بروکسل د ترمپ د دغه پريکړي مخالف وکړ. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې فدريکا موگريني د فلسطينيانو له مشر محمود عباس سره د ليدني کتنې پر وخت وويل :«زه غواړم محمود عباس ته دا ډاډ ورکړم چې اروپایي ټولنه به د دوو دولتونو د تگلارې ملاتړ ته دوام ورکړي. د اسرائيلو او فلسطينيانو دوه دولتونه چې بيت المقدس به یې شريکه پلازمينه وي.» موگريني زياته کړه: «دا د اروپايي ټولنې دريځ دی چې د اوسلو تړون او د ملگرو ملتونو قراردادونه یې تائیدوي.»

نوموړې زياته کړه چې دا شخړه په داسې صورت کې نه شي حل کيدلای چې دواړه اړخونه له خپلو دريځونو څخه ليري کېدو ته غاړه نه ږدي.

عباس غواړي يو وار بيا خبري اتري وکړي

د فلسطينيانو مشر محمود عباس يوه اوونۍ تر مخه په رام الله کې ويلي ول چې د اوسلو د سولې د خبرو اترو د تگلارې ۲۵ کاله پخوانی تړون به نور ونه مني او گواښ یې کړی وو چې د فلسطينيانو خپلواکمنه اداره به له منځه يوسي. خو په بروکسل کې نوموړي دغه خبره هيره کړه وه او هغه زاړه فورمول ته را ورگرځيد چې له مخې يې له څو لسیزو راهیسې د دوو دولتونو د حل لاري او د خبرو اترو پروسه ژوندۍ ساتل کيږي.

عباس له صبر څخه د کار اخيستو ژمنه وکړه خو هيله یې څرگنده کړه چې اروپايي ټولنه ورسره د يوه منځگړي څخه زياته مرسته وکړي. ده وويل: «اروپايي ټولنه زموږ يو ډير مهم نړيوال شريک دی او بايد سياسي نقش ولوبوي.»

Besuch von US-Vizepräsident Pence in Israel
انځور: DW/Tania Kraemer

د بيت المقدس په اړه د ترمپ تر اعلان وروسته فلسطينيان امريکا ته نور د يوه مخکښه منځگړي په سترگه نه گوري.

عباس سربيره پر دې له اروپايانو څخه د فلسطين د يوه خپلواک دولت په توگه د په رسميت پيژندو غوښتنه وکړه. هغه وويل: «د په رسميت پيژندو او خبرو اترو د بيا پيلولو ترمنځ هيڅ تضاد نه شته او دغه کار به (په رسميت پيژندل) د فلسطيني ولس حوصلې نورې هم لوړي کړي.»

خو په اصل کې ټوله خبره د پېسو ده: له هغه وروسته چې ترمپ د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستې پر ادارې چې لندیز یې « UNRWA » دی د ۶۰ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کمه کړې ده، بودیجوي مشکلات زيات شوي دي. راتلونکې اوونۍ به په بروکسل کې د سپنه ورکونکو يو کنفرانس دغه ستونزه حل کړي. عباس په دې اړه وويل: «که سړی فلسطينيان په دې وخت کې يوازې پريږدي نو معنا دا چې په لوی لاس یې ترهگرۍ او افراطيت ته سپاري.»

اروپايي ټولنه د ترمپ د پريکړي مخالفه ده

فيدريکا موگريني د ترمپ د بيت المقدس پريکړه په کلکه وغندله: «دلته د (مايک پنس له خوا) اروپايانو پر مخ د څپیړې خبره نه ده مطرح. زموږ دريځ له اوږدې مودې راهيسي روښانه او نه بدلېدونکی دی.»

خو د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي په شخړه کې د اروپايانو له خوا د مشرتوب نقش د منځني ختيځ څلور اړخیزه ډلې ته په اشارې سره رد کړ. دې وويل چې يوازنۍ لار د يوه هر اړخیزه حل لاره ده. خو نوموړې بيا پر واشنگټن گوزار وکړ: «څه چې موږ ته تل روښانه وو دا دي چې يوازي له امريکا متحدو ايالاتو سره به خبري اتري هیڅکله د باور وړ نه وي.» په دې سره موگريني د امريکا له خوا د بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توگه د په رسميت پيژندو د يوازي سر نوښت رد کړ.

موگريني همدا راز دې د  UNRWA  د مالي مرستې په اړه وويل: «اروپايان لا دمخه د دغه ادارې ستر بسپنه ورکونکي دي، امريکا بايد خپل مکلفيت پر ځای کړي. که چیري داسې ونه کړي نو په سيمه کې به بې ثباتي رامنځته شي.

Babra Wesel (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: