1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پر ملکي تلفاتو سربيره به جګړې ته دوام ورکړو

۱۳۹۷ تیر ۵, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو ويلي دي چي پر ملکي تلفاتو سربيره به خپلې جګړې ته ادامه ورکړي. دغې ډلې د افغان حکومت د اوربند وړانديز د اختر په دريمه لا رد کړ.

https://p.dw.com/p/30J3U
Nicaragua
انځور: Reuters/Parwiz

وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي د افغان حکومت او د حکومت د بهرنيو ملاتړو پر ضد به خپلې جګړې ته ادامه ورکړو. په دې توګه سره وسله والو طالبانو يو ځل بيا دا روښانه کړې ده چي هغوی د افغان حکومت له لوري و يو اړخيز اوربند ته مخ په وړاندي هم خپل منفي جواب تکراروي.

طالبانو د اختر تر درو ورځو اوربند وروسته تېره اونۍ بېرته خپلو جنګي عملياتو ته ادامه ورکړه چي پکښي تر اوسه پوري ګڼ شمېر ملکي وګړي هم وژل سوي او ژوبل سوي دي. طالبانو د اختر په دريمه ورځ لا اعلان کړی ؤ چي نور به اوربند ونه غځوي او تر څو چي بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، نو دوی به خپلو جنګي عملياتو ته ادامه ورکړي.

طالبانو په خپله دغه اعلاميه کي چي په انګريزي ژبه پر انټرنټ خپره سوې ده، ويلي دي چي هغه فتوا چي په کابل کي د عالمانو غونډې د ځانمرګو بريدونو پر ضد ورکړې وه، د منلو وړ نه ده. دغې ډلې ويلي دي چي د علماؤ دغه کانفرانسونه او غونډي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر لاري اچول سوې پروسه ده. په اعلاميه کي راغلي دي چي امريکايان غواړي په دې توګه د افغانستان اشغال ته مشروعيت ورکړي.

په اعلاميه کي راغلي دي چي طالبان به خپله پوره هڅه کوي چي ملکي تلفات رامنځ ته نه سي، خو زياته کړې يې ده چي خپله جګړه به جاري وساتي او دا چي په جګړه کي به بيا هم ملکي تلفات «رامنځ ته کيږي». طالبانو زياته کړې ده چي «ديني علماؤ هيڅکله مشروع جهاد په دې وجي نه دی منع کړی چي ګواکي غېر عمدي ملکي تلفات رامنځ ته کيږي.»