1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان: غواړو جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوو

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

طالبانو د امریکا خلکو ته په یوې غیر عادي اعلاميې کې ویلي چې غواړي د افغاستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي خو ټینګار یې کړی چې دې پیغام ته دې د طالبانو د کمزوري په توګه ونه کتل شي.

https://p.dw.com/p/2sjAw
Symbolbild Afghanistan Kämpfer
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د تیر کال په اګست میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د افغانستان په هکله خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پکې د طالبانو پر ضد د لا ډیرو هوايي بریدونو او همدا راز افغانستان ته یې د لا ډیرو امریکايی سرتیرو د استولو ژمنه وکړه. د همدې ستراتیژې په نتیجه کې طالبان اړ شول چې له ګڼ شمیر ولسوالیو او د دوو ولایتونو مرکزونو ته له نزدې سیمو څخه پر شا تګ وکړي.

سربیره پر دې بیا هم جنګیالي د هیواد د لیرو پرتو سیمو پراخې برخې تر خپلې ولکې لاندې لري او د امریکا نوې ستراتیژۍ ته یې په پلازمینه کابل کې د دوو سترو بریدونو په ترسره کولو سره چې په کې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، ځواب ویلی دی.

د جنګیالیو لخوا د بریدونو له امله متحده ایالاتو او افغان دولت له یاغیانو سره د خبرو په برخه کې سخت موقف غوره کړ او داسې بریښې چې هیڅ اړخ هم د جګړې له لارې بشپړ بري ته نه شي رسیدای.

«د طالبانو لیک د بریدونو او پر پاکستان د فشار کمولو هڅه ده»

طالبانو په دې لیک کې ویلي: «موږ د سوله ایزو خبرو له لارې د افغانستان د مسئلې حل ته ترجیح ورکوو.»

طالبان چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د ایستلو او د امریکا له ملاتړه برخمن د افغانستان د حکومت د ماتولو له پاره جکړه کوي، وايي چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او «زموږ د خلکو د عقیدې مطابق د یوه حکومت د جوړلو» له پاره د طالبانو حق ومني.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د جنوري میاشتې په ۲۷ نیټه پر انترکانتینینتل هوټل او په کابل کې د موټر بم خونړۍ چاودنې د برید یادونه نه ده کړې خو دغې ډلې تر دې مخکې د دې دواړو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په عین وخت کې په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د ماموریت یوه ویاند ویلي چې پر ملکیانو باندې د طالبانو بریدونو وښووله چې په داسې حال کې چې افغان حکومت څو ځله د سولې د خبرو د پیل له پاره لیوالتیا ښوولې، طالبان «د ښه نیت لرونکې د سولې خبرو» ته آماده نه دي.

د ناټو د ماموریت ویاند تورن ټام ګریسبک، ویلي: «د طالبانو اعلامیه د سولې د خبرو له پاره د طالبانو تمایل نه ښکاره کوي.»

د هغه په وینا د طالبانو وروستي بریدونه د دوی د خبرو ښه نمونه ده. د جګړې پر ګرمیدو سربیره پر دې بیا هم له طالبانو سره د حکومت، نړیوالو ډلو، د ملګرو ملتونو او طالبانو ته د نږدې حلقو ترمنځ د ټیټې کچې اړیکې ټینګې ساتل شوي دي.

Afghanistan Anschlag auf eine Moschee
انځور: Reuters/O. Sobhani

د سولې په خبرو کې پرمختګ د حکومت او طالبانو ترمنځ د بې اعتمادي او همدا راز د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هیوادونو د نقش له امله په ټپه دریدلی. افغانستان تل پر پاکستان تور پورې کړی چې دغه هیواد له یاغیانو سره مرسته کوي، خو پآکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه ردوي.

د طالبانو په پیغام کې ټینګار شوی دی چې د هغوی له خوا «د یوې سوله ییزې حال لارې په موندلو کې له رغوونکي نقش لوبولو سره لیوالتیا» باید د دغې ډلې د ضعف په توګه و نه ګڼل شي: «دا هیڅ کله هم دا معنی نه شي ورکولی چې موږ ستړي یو او یا هم اراده مو ضعیفه شوې ده.»

طالبانو پر دې خبره هم ټینګار کړی دی چې نه غواړي بل هیڅ هیواد ته تاوان ورسوي او دا خبره چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هیواد پر ضد وکاروي یې هم رد کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم: