طالبان ـ د اسلامي عالمانو کانفرانسونه امريکايي پروسه ده
۱۳۹۷ تیر ۵, سهشنبهوسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۶مه نېټه) په خپله يوه اعلاميه کي د علماؤ تېر نړيوال کانفرانسونه يوه «امريکايي پروسه» بللي ده. طالبانو ويلي چي امريکا متحده ايالاتو لومړۍ د می په مياشت کې په اندونيزيا کي د اسلامي علماؤ يو کانفرانس داير کړ او وروسته يې په کابل، اسلام آباد او سعودي عربستان کي دا ډول کانفرانسونه پلان کړل.
د وسله والو طالبانو دغه اعلاميه په داسي حال کي خپريږي چي په سعودي عربستان کي د علماؤ د کانفرانس نېټه لا نه ده اعلان سوې. په دغه اعلاميه کي ياد کانفرانسونه د اسلام ضد او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا دايرېدونکي بلل سوي دي. طالبانو ويلي چي امريکايان له دغو کانفرانسونو څخه د دې له پاره کار اخلي چي له خپل لوري «د افغانستان اشغال» ته مشروعيت ورکړي.
د طالبانو په اعلاميه کي راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د دې ږغ کوي چي دغه کانفرانسونه دي رد کړل سي چي د اشغالګرو يوه پروژه ده.»