1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شیخ حسینه واجد پر خپله څوکۍ پاتیږي

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

د بنګله دیش د لومړۍ وزیري شیخ حسینه واجد، عوامي لیګ نومې ګوند پارلماني ټاکنې ګټلې دي. په دې ترتیب نوموړې ۷۱ کلنې د دریم ځل له پاره په واک کې پاتیږي. اپوزیسیون په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور لګولی دی.

https://p.dw.com/p/3Ap3O
Bangladesch Wahlen - Sheikh Hasina
انځور: Reuters/Bangladesh Sangbad Sangstha

د بنګله دیش په پارلماني ټاکنو کې د اوسني حکومت مشرې ګوند، یو ځل بیا ښکاره بریا تر لاسه کړې ده. په پلازمینه ډهاکه کې د ټاکنو کمیسیون خبر ورکړی دی چې عوامي لیګ او متحدو ګوندونو یي د پارلمان له ۳۰۰ څوکیو څخه ۲۸۸ ګټلي دي. دا په پر له پسې دریم وار دی چې حسینه واجد پر له پسې ډول حکومت کوي.

ظاهرا حسینه واجد د دغه سویلي آسیایي هیواد د اقتصادي ودې او د ګاونډي هیواد میانمار څخه په سلونو زرو روهنګیایي لږکیو مهاجرو د منلو له موضوع څخه ګټه پورته کړې. انتقاد کوونکي پر هغې باندې د مطلق العنانه واکمنۍ ډول، د مطبوعاتو او بیان د آزادۍ د محدودولو او همداشان اپوزیسیون تر فشار لاندې نیولو تورونه پورې کوي.

 

د ټاکنو په ورځ بې نظمۍ

د بنګله دیش پارلماني ټاکنې د یکشنبې په ورځ د خونړي تاوتریخوالي تر سیورې لاندې تر سره شوې. د رسنیو د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. زیاتره دغه کسان د عوامي لیګ او د اپوزیسیون د بنګله دیش نیشنل پارټي (بي ان پي) ملاتړي وو چې تر منځ یي آخ او ډب رامنځ ته شوی وو.

اپوزیسیون په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي او د «یوه بې پلوه» حکومت تر څارنې لاندې د نوو ټاکنو د تر سره کیدو غوښتنه کوي. د بي ان پي، یوه ویاند ویلي دي چې د رای ورکولو په ډیری مرکزونو کې بې نظمۍ رامنځ ته شوي دي. د هغه په خبره په دې ترتیب د خلکو مخه نیول شوې چې د رای صندوقونو پر لور ولاړ شي او تر ټولو زیات میرمنې دې اړ کړل شوي دي چې د عوامي لیګ له پاره خپله رای وکاروي. همداشان د بي ان پي، متحد جماعت اسلامي ګوند هم اعلان کړی دی چې د ټاکنو پایلې نه مني.

د بنګله دیش پارلماني ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې، ځکه چې پر انتخاباتي کمپاین لا تاو تریخوالي خپل سیورې غوړولی وو. په ټول هیواد کې ۶۰۰ زره امنیتي ځواکونه پر دندو ګومارل شوي وو. د اپوزیسیون د معلوماتو له مخې په نومبر میاشت کې د ټاکنو د نیټې د اعلانیدو وروسته د حکومت ۱۵۰۰۰ مخالفین نیول شوي دي. د اپوزیسیون مشره خالده ضیا چې د بي ان پي ګوند سره تړاو لري د اختلاس په تور په بند کې ورځې شپي تیروي.