1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاینمایر له راتلونکي سرمشریزي د روغي جوړي غوښتنه وکړه

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د المان جمهوررئيس د اروپايي ټولني په راتلونکې سرمشریز کي د اروپا د مهاجرت په سیاست کي یوې روغي جوړي ته د تیاري ښوولو غوښتنه وکړه. دهغه په خبره: «که موږ ته د اروپا راتلونکې مهمه وي، نو باید پردې کار باندی بریالي هم سو.»

https://p.dw.com/p/30OKG
Bundespräsident Steinmeier in Cottbus
انځور: picture-alliance/dpa/B.Settnik

جمهوررييس فرانک والټر شټاینمایر د چهارشنبې په ورځ د آلمان په بریمن ښار کي وویل، چي «دا پوښتنه چي ایا باید یو گډ حل رامنځته سي، که څنگه، په اروپا کي به د راتلونکي گډ‌ کار او همکارۍ په هکله هم تصمیم ونیول سي.» ځکه نو «زه انتظار کوم چي ټوله دولتي او حکومتي مشران ددغي مشورې په رڼا کي د یوه جدي حل له پاره کوښښ سره وکړي، تر څو د اروپا مهم او اساسي پرنسیپونو ته هماهنگي ورکړي».

شټاینمایر په برلین کي له راجستر سوو ځینو ډیپلوماټانو سره یوځای بریمن ته تللی. شټاینمایر اضافه کړه چي «د یوه طرفه طبعأ باید د مهاجرو په راتگ کي کمښت راسي او دباندني سرحدونه تقویه سي، خو له بله اړخه باید گډ ارزښتونه او دا اساسي جمله، چي د اروپایانو بار باید د اروپا د همبستگۍ په چوکاټ کي په گډه سره تقسیم سي» په نظر کي ونیول سي.

شټاینمایر په اخره کي وویل: «زه گومان کوم چي که زموږ له پاره د اروپا راتلونکې مهمه وي، نو باید پردې باندي کامیابه هم سو».

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.01.2018 )