1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال تقریباً ۶۰۰۰۰ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

سږ عیسوي کال تر اوسه پوري تقریباً ۶۰۰۰۰ مهاجر د اوبو له لاري د اروپا جنوب ته رسیدلي دي. خو د دغو خطرناکو لارو څخه د تیریدو پر وخت په نامساعدو کښتیو کي تر ۱۵۰۰ اضافه کسان وژل سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/32nA3
Italien Migranten arbeiten auf Tomatenfeldern bei Foggia ARCHIV
انځور: picture-alliance/ROPI/F. Cautillo

دغه خبر په ژنیو کي د مهاجرینو بين المللي سازمان IOM ورکړی دی، کوم چي له جنورۍ څخه یې تر اگست میاشتي پوري وخت په نظرکي نیولی دی.

دغه سازمان مگر ویلي دي،چي دا د تیر ۲۰۱۷ م کال په مقایسه په ښکاره ډول سره لږ کسان وه، چي ځانونه یې اروپا ته رسولي دي. تیرکال د هغوی تعداد ۱۱۷۰۰۰ کسانو ته رسیده. د۲۰۱۶ م کال په جریان کي بیا تر ۲۶۳۰۰ کسانو اضافه انسانان اروپا ته رسیدلي ول.

سږکال په تقریباً ۲۴۰۰۰ کسانو سره اکثریت مهاجرین هسپانیې ته تللي دي. دا هم په داسي حال کي ده، چي هسپانیه په مدیترانه کي ژغورل سوي مهاجر قبلوي، بیایې ایټالیا پرمخ باندي خپل بندرونه تړلي دي. خو بیا هم مجموعأ ۱۹۰۰۰ مهاجرین ایټالیا او تر ۱۶۰۰۰ اضافه یونان ته رسیدلي دي. یو څو سوه کسان بیا قبرس او مالټا ته تللي دي.

پر ورته موضوع یو انځوریرز البوم:( 06.06.2018 )