سور صلیب په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدودوي
۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبهدغه اعلان په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو له پاره د کار د شرایطو سختیدل په ډاګه کوي. د سره صلیب سازمان له ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
په افغانستان کې د سره صلیب مشرې مونیکا زاناریلي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د خطر په معرض کې راتلل زموږ له پاره په تر ټولو لویې ستونزي او اندیښنې بدله شوې ده.»
هغې زیاته کړه: «موږ بله چاره نه لرو مګر دا چې په افغانستان کې خپل حضور ډیر محدود کړو.»
د سره صلیب دغې چارواکي زیاته کړې ده چې په افغانستان کې به تر ټولو ډیر فعالیتونه په شمال کې لږ شي او په دې ترتیب سره به په مزارشریف او کندز ښارونو کې د سره صلیب مرکزونه یا خو تړل کیږي او یا هم پکې د کارکوونکی شمیر ډیر زیات کمیږي.
هغې ټینګار وکړ چې سور صلیب افغانستان نه پریږدي خو روښانه یې کړه چې د نورو تلفاتو د مخنیوي له پاره باید د دغه سازمان چارې له سره وآرزول شي.
تر دې مخکې هم کله چې پر سره صلیب باندې بریدونه وشول نو دغه سازمان د خپلو فعالیتونو د راتلونکي په اړه ګواښ وکړ.
د روان کال په فبروري میاشت کې د افغانستان په شمال کې د یوه برید په پایله کې د سره صلیب شپږ کارکوونکي ووژل شول. تیره میاشت بیا په مزارشریف ښار کې د سره صلیب یوه هسپانیاوۍ کارکوونکي د خپل ناروغ له خوا په ډزو ووژل شوه. همدراز تیر کال د سره صلیب څلور کارکوونکي د ولسه والو له خوا برمته شوي هم دی.
زموږ له ارشيف څخه: