1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سل کاله یوگوسلاویا

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

په ۱۹۱۸ کال کي د صربستان، کروشیا او سلوانیا پاچاهي اعلان سوه، چي ۱۱ کاله وروسته د یوگوسلاویا په نامه یاده سوه. خو دغه څو ملتي دولت بیا ۲۵ کاله دمخه سره وپاشل سو.نو ایا د یوگوسلاویا د پاشل کیدوعلت له اوله سره لا موجود وو؟

https://p.dw.com/p/39I0B
König Peter I. von Serbien
انځور: picture alliance/Heritage Images

که څه هم یگوسلاویا له یوه نسل راهیسي مړه ده او نوره وجود نه لري، خو دغه اصطلاح تر نن ورځي پوري هم د ډیرو انسانانو له پاره یو مفهوم لري. نه یوازي د هغو کسانو له پاره چي په دغه هیواد کي زیږیدلي دي، بلکي د مثال په ډول جرمنيانو دپاره هم، چي هلته د تفریح له پاره تللي وه او یا یې په ډیرو هغو یوگوسلاویايي رستورانتو کي ډوډۍ خوړلې وه، چي د ۶۰ کلونو وروسته د جرمني په ډیرو برخو کي جوړ سوي وه.

خو اکثره کسان بیا نن ورځ د یوگوسلاویا سره تر ټولو دمخه د هغه د داخلي جنگ سره تړل کیږي، کوم چي یې په ۹۰ مو کلونو کي دغه هیواد سره ټوټه ټوټه کړ او تأثیرات یې تر نن ورځي پوري پر هغو دولتونو باندي موجود دي، چي د یوگوسلاویا تر پاشل کیدو وروسته رامنځته سوي دي.

د ۱۹۱۸ م کال د ډسمبر پر اوله د یوگوسلاویا لومړنئ دولت هم د جنگ په نتیجه کي تأسیس سو. کله چي د اول عمومي جنگ په آخره کي د اتریش-هنگري امپراطورۍ سقوط وکړ او د اروپا لویه برخه له سره تنظیم سوه، د دې چانس هم رامنځته سو، چي یو پخوانئ ارمان هم پوره سي.

Serbien Belgrad Regierungspalast des Präsidenten
په بلگراد کي د یگوسلاویا د پخواني باچا قصرانځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Moxter

د تأسیس پروخت سختي غلطۍ

همدا په ۱۹ قرن کي لا یو تعداد روشنفکرانو، خصوصأ په کروشیا کي د«ایلیرر غورځنگ- Illyrische Bewegung یا «پان سلاوي» مفکورې غورځنگ پرمخ بیوه. دغه مفکوره پر داسي یوې افسانې باندي متکي وه، چي پر اساس یې یوگوسلاویایان، یعني جنوبي سلاویان ټوله د ایلیرر- Illyrer د لورغوني ولس څخه نشأت کوي او طبعأ باید په یوه دولت کي سره یوځای سي. په همدې خاطر په ۱۹۱۷ م کال کي د یونان دکورفو- Korfu په جزیره کي د اتریش-هنگري پاشل سوي امپراطورۍ د جنوبي سلاويانو نمایندگان، چي په هغه کي د صربانو، کروشیایانو او سلوانیایانو نمایندگان شامل وه، د یوه گډ دولت پر جوړیدو باندي سره متحد سول. خو د مونشن د تاریخ پوهې ماري جنين کاليک - Marie-Janine Calic په نظر په کورفو کي د هغه د تأسیس پر وخت لا یوه لویه غلطي موجوده وه. د دې په خبره «که څه هم د دولت د تأسیسیدو په اعلامیه کی نومونو، سِمبولونو، د صربانو اُرتو دوکس او کروشیا او سلوانیا کاتولیکي عیسوي مذهبونو ته مساوي حقوق قایل سوی وه، خو داسوال، چي دغه ټوله به د سیاسي لحاظه څنگه په یوه اساسي قانون کي سره تدوین کیږي، لاینحله پاته ؤ. ځکه نو د یوگوسلاویا د دولت تر تأسیس وروسته ډیر ژر د صربستان د مرکزي کولو د دولتي مفکورې او کروشیا او سلوانیا د فدرالي ارزوگانو ترمنځ سخت سیاسي جروبحثونه رامنځته کیدله.

په ۱۹۹۰ مو کلونو کي لا، خصوصأ په کروشیا کي دا دلایل راوړل کیدل، چي د اتریش-هنگري امپراتورۍ دنړیدو په نتیجه کي څو ملتي یوگوسلاویا کي کروشیایان او سلوانیایان د صربانو لخوا تر فشار لاندي وه.

خو د یوگوسلاویا دولت بیا هم د داخل څخه سره ونه پاشل سو، بلکي په ۱۹۴۱ م کال کي د دباندي څخه، هغه وخت چي جرمني او ایټالیا یوگوسلاویا اشغال کړه، سره وپاشل سو. د اشغالگرو سره په جنگ کي په ۱۹۴۳ م کال کي بیا دوهمه یوگوسلاویا تأسیس سوله. خو دغه دولت هم باید د اولي یوگوسلاویا په ډول د عین پرابلمو سره مبارزه کړې وای، خصوصأ په ۱۹۸۰ م کال کي د هغه د مؤسس او جمهور رييس جوزیف بروس ټیټو تر مرگ وروسته.

Josip Broz Tito im Partisanenkampf
په ۱۹۴۲ م کال کي د الماني اشغال په مقابل کي د مارشال ټیټو تر رهبرۍ لاندي سلاوي قومونه بیرته سره یوځای کیږيانځور: picture-alliance/dpa/Tanjug

د تاریخ پوهي ماري جنین کاليک په نظر د یوگوسلاویا د شمال، یعني کروشیا او سلوانیا، او جنوب، یعني صربستان، مقدونیې او کوسوو ترمنځ د سختو اجتماعي او اقتصادي تفاوتونو ترڅنگ د مختلفو جمهوریتونو ممتاز او رهبري کونکي قشر نه غوښتل، چي خپلي علاقه مندۍ د یوه گډ فدرالي سوسیالسټي دولت په چوکاټ کي تنظیم کړي. همدا ټوله عوامل د داخلي جنگ د رامنځته کیدو سبب وگرځیدل، چي په نتیجه کي یې یوگوسلاویا سره وپاشل او ټوټه ټوټه سوله.

 

یوازنئ هغه شی، چي کیدای سي د منطقې دغه دولتونو ته بیرته ارتباط سره ورکړي، هغه په اروپايي ټولنه کي د دوی شاملیدل دي. باید وویل سي، چي دغه دولتونو ته اوس د «غربي بالکان» هیوادونه ویل کیږي.

د تاریخ پوهانو په نظر د پخوانۍ یوگوسلاویا له پاره ترټولو ښه چانس دا دی، چي هغوی په اروپايي ټولنه کي مدغم سي. په دې سره به بیا ډیر هغه پرابلمونه، کوم چي دغه دولتونه ورسره لاس او گریوان دي، په خپله حل سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 30.08.2016)