سلوبودان پرالیاک، په محکمه کي زهر وڅښل
۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې د هالند په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د بهیر په ترڅ کې د بوسنیا کروشیایي پخواني جنرال زهر وڅښل. خو بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
په اصل کې په هالند کې د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو ځانګړې محکمې د بوسنیا د جګړې په تړاو د شپږو مسئولو کسانو په هکله محاکمه دایره کړې وه. د دغې محکمې یوه ویاند وویل: «له شپږو تورونو څخه یو يې... په هاګ کې د اچ ام سي په روغتون کې ومړ.»
تر دې دمخه د پخوانۍ بوسنیا له پاره د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د څیړلو ځانګړې محکمې قاضیانو د دغه ۷۲ کلن هغه عریضه رد کړې وه چې د خپل شلن کلن بند په هکله یې کړې وه. دغه پخوانی جنرال له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۱۹۹۵م کاله پورې د بوسنیا په جګړه کې د بشریت پر ضد جرمونو له کبله په شل کلن بند محکوم شوی وو.
د محکمې د حکم د جریان په ترڅ کې پرالیاک قاضیانو ته وویل: «سلوبودان پرالیاک جنګي مجرم نه دی. زه دغه حکم په نفرت سره ردوم.» تر هغه وروسته نوموړي له یوه کوچني بوتل څخه یو څه وڅښل او د محکمې په خونه کې یې وویل: «ما چې څه وڅښل هغه زهر وو.»
د سلوبودان تر دغه اقدام وروسته مشر قاضي د طبي مرستې غوښتنه وکړه او امر یې وکړ چې محکمه دې له عام محضره بنده شي.
د کروشیا لومړي وزیر اندرې پلینکویچ، دغه حکم «غیر عادلانه» بللی او د پرالیاک کورنۍ سره خواشیني څرګنده کړې ده.
تر دغي پیښي دمخه محکمې جدرانکو پرلچ، او برونو ستویچ، ته هم د اوږده بند سزا واوروله. همداشان قاضیانو د پاته نورو درو تورنو کسانو له پاره هم د اوږده بند سزا یو وار بیا تائید کړه.
د ۲۰۱۳م کال په حکم کې، محکمې پر پراليک باندي د لگېدلو تورونو په ډيرو کي ګرم بللی وو چې پر نورو سربیره پکښې د موستار په ښار کې د ۱۶مي پیړۍ د عثماني امپراطورۍ مهال د یوه مشهور پل د تخریبولو امر هم شامل دی. دغه پل په ۲۰۰۴م کال کې بیرته ورغول شو.
د محکمې وروستۍ دقیقي
د چهارشنبې ورځې حکم به د ملګرو ملتونو د دغې ځانګړې محکمې په ۲۴ کلن تاریخ کې وروستی حکم وای. محکمې ۱۶۱ شکمن کسان تورن کړي ول چې۹۰ تنه یې د پخوانۍ یوګوسلاویا په گډون د کوسوو، بوسنیا او کرويشیا کې د جنګي جرمونو له کبله محکوم شوي ول.
تیره اوونۍ د دغې محکمې قاضیانو د پخوانۍ بوسنیا صرب جنرال راتکو ملادچ، چې د «بوسنیا د قصاب» په نامه هم یادیږي د بوسنایي مسلمانو د وژني له کبله په عمري بند محکوم کړ.
s.r/n.z (AP, AFP, Reuters, dpa)