1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زما اروپا: «مي ټو» خو يوازې د کار پيل دی

۱۳۹۶ آذر ۲۵, شنبه

د «مي ټو» په نوم غورځنګ د ژورناليستې ياګودا مارينيچ (انځور)، په نظر قربانيان د قرباني ورکولو له حالت څخه ژغوري. خو دغه خوځښت بايد د هغې په نظر نورو هيوادونو او نورو منطقو ته هم ورسيږي. مثلا جنوب ختيځې اروپا ته.

https://p.dw.com/p/2pU2t
Jagoda Marinic Autorin
انځور: D. Piroelle

ډونالد ترمپ د نيکولاس په ورځ له خوبه راويښ شو او غوښتل يې چې په تويتر کې لومړۍ ليکنه خپره کړي څو د «سي ان ان» د خپرونو دفتر هم راويښ او رافعال کړي. کله چې يې انترنېټ چالانه کړ، ويې ليدل چې: ژړغونې ښځې ليدل کيږي چې د «مي ټو» په کمپاين سره د ټايم مجلې پُښتۍ او جلد يې ځان ته نيولې دی. په تورو بالاپوشونو مُلبسې دغې مېرمنې د «کال د غوره شخص» په توګه نومول شوې وې او ده ته يې اصلا ماتې ورکړې وه.

ده به هرومرو له ځانه سره فکر کړی وي چې د تعجب خبره نه ده، ځکه چې د ټايم مجله يو څه کمزورې شوې ده. که د «کوخ» په نوم ورونه چې د ده په څېر مخکښه نارينه دي، د دغې مجلې مشري واخلي، به دی خپله حتی «د کال غوره شخص» ونومول شي. دا ځکه چې دی خو هغه سړی دی چې کولای شي بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړي.

دا کار يې بيا وهم کړ. نو دی ولې داسې څو ښځې ماتې نه شي کړای چې لاس وروړل ښايي دوی ډېر شخصي وګڼي او ورته ونه خاندي. د هغو واک لرونکو نارينه و له پاره چې «مي ټو» يې، په وړاندې بغاوت کړی دی، ټوله مساله داسې برېښي چې: ګرانو لوستونکو، د مجلې پر پوښ باندې داسې ښځې مغرورې ناستې دي چې ځان ته يې خپله واک ورکړی دی. دا به ښايي د دغه ډول نارینه و له پاره د زغملو وړ هم نه وي. «مي ټو» داسې يوه ډله يزه چېغه ده چې قربانيان د قربانۍ له حالته را آزادوي.

د «مي ټو» خوځښت بايد لا پسې پراخ شي

ډېره تياره بايد حاکمه وي څو انسانان د دې وس پيدا کړي چې په وړاندې يې رڼا بله کړي. د ترمپ دوره د تورو تيارو او تاريکۍ يوه دوره ده. يو ډېر شتمن سړی چې د سپکونکو جملو سربېره هم د يوه هېواد ولسمشر جوړ شو، چې پکې تقريبا د هر بل ځای په څېر هم د نارینه و په پرتله ښځې زياتې دي. په آزادو انتخاباتو کې د هغه بريا ښځو ته تر ټولو ستر سپکاوی و.

د «مي ټو» کمپاين د شروع کېدو راهيسې مې افکار تل د سلونيا د وتلي فيلسوف، سلاوي زيزېک، يوې ويډيو ته لويږي. هغه پکې د ليوبليانا پر يوه پله باندې ولاړ دی او دغه ډول يو څو جملې ادا کوي: «دلته زما ښي اړخ دی چې لويديځ ته کتلی شئ. زما کيڼ اړخ ته بالقان قرار لري. فرق يې څه شی دی؟ په لويديځ کې ښځې وهل کيږي، خو نه يې خوښيږي. په بالقان کې هم ښځې وهل کيږي، خو خوښيږي يې.»

داسې په آسانۍ ممکنه ده چې د لويديځ او د بالقان کليشه يي فکرونه له منځه يوړل شي. نو د «مي ټو» کمپاين د جنوب لويديځې اروپا له پاره څه معنی لري؟ دا د هغو ښځو له پاره څه معنی لري چې تن يې داسې خرڅول کيږي لکه يو مال چې وي؟ د انسانانو قاچاق لا د «مي ټو» يوه برخه نه ده ګرځېدلې. مي ټو بايد نور هم وغځول شي.

خو څه چې همدا اوس تر سره کيږي داسې يو پيل دی چې بايد پخوا شوی وای چې د خلکو په اذهانو کې د بدلون سبب هم ګرځېدلی شي. هغه بايد د کلکتې مېرمنو ته هم ورسيږي او هم د پخوانۍ يوګوسلاويا مېرمنو ته. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.11.2017):