1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په برلین کې ساتونکو ځوان مهاجر بدلمنۍ ته هڅولي

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

تر اتلس کلنۍ د کښته سن مهاجرو په ګډون، ځوان مهاجر د هغو ساتونکو له خوا بدلمنۍ ته هڅول کیږي چې د هغوی د محافظت له پاره ګومارل شوي. سرچینو آلماني رسنیو ته ویلي دي چې دغه کسان مهاجرو ته ډیري پیسې ورکوي.

https://p.dw.com/p/2mSDP
Deutschland Junger Migrant in der S-Bahn in Berlin
انځور: picture alliance/dpa/W. Steinberg

د آلمان ZDF تلویزیون د سه شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې د برلین د مهاجرو په استوګنځایونو کې امنیتي ساتونکي ځوان مهاجر بدلمني ته هڅوي. دغه خبره ټولنیزو کارکوونکو، مهاجرو او د امنیتي شرکتونو کارکوونکو د «Franta 21» خپرونې ته کړې ده.

دغو سرچینوزیاته کړې ده چې امنیتي ساتونکي خو آن په ځینو مواردو کې تر اتلس کلنۍ د کښته سن مهاجر له نورو کسانو سره د پیسو په بدل کې جنسي اړیکو ته هڅوي. دې هر څه ته د بدلمني د کاروبار پر مخ وړونکې یوې کړۍ نوم ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې دغه ساتونکي له ځوانو مهاجرو سره ویني او بیا هغوی بدلمني ته قانع کوي او په دې ترتیب سره هر ځل چې دغه کسان له یوه کس سره د جنسې اړیکو لرلو له پاره پیسې ترلاسه کوي، یوه برخه یې ساتونکي د کمیشن په توګه اخلي. زیاته شوې ده چې ساتونکو ځوان، نارینه مهاجر د دې کار له پاره خپل هدف ګرځولي دي چې د خپل بدن د خرڅولو په بدل کې ډیري پیسې ترلاسه کوي.

یوه امنیتي ساتونکي دغې خپرونې ته وویل: «هغوی باید یو مشخص عمر ولري او ښایسته وي. عمر یې باید ۱۶ کاله یا تر هغه لوړ وي. هر څومره چې هغوی ځوان وي، په هماغه اندازه یې بیه هم لوړه وي.»

یوه ساتونکي ویلي دي چې هر ځل چې دی یو مهاجر او یو کس چې غواړي له هغه سره جنسي اړیکې ولري، سره مخامخوي نو۲۰ یورو کمیشن ترلاسه کوي.

پیسو ته اړتیا

دغه خبري د مهاجرو په مرکز کې څو تنو مهاجرو هم تایید کړې دي. یوه ۲۰ کلن افغان مهاجر چې د پناه غوښتنلیک یې رد شوی دی، وویل چې یوه ساتونکي هغه ته هم وړاندیز وکړ: «غواړي کاروبار وکړې؟ پیسې وګټې. امنیتي ساتونکي ما ته وویل چې زه به ۳۰ یا ۴۰ یورو له یوې ښځې سره د جنسې اړیکو لرلو په بدل کې ترلاسه کړم.»

دغه افغان مهاجر ویلي دي چې په خپل کار شرمیږي خو بیا یې هم کوي، ځکه باید پیسې وګتي.

د برلین په ویلیمرسدورف سیمه کې د مهاجرو په یوه مرکز کې یوې ټولنیزې کارکوونکې ویلي دي چې هغې د مهاجرو او ساتونکو تر منځ معاملې په خپلو سترګو لیدلې دي. هغوې ZDF تلویزیون ته ویلي دي چې، یو ساتونکی يې مهاجرو ته د پیسو د ورکولو پر مهال لیدلی دی. کله چې هغې دا موضوع د دې مرکز له اوسیدونکو سره شریکه کړه، نو د بدلمنۍ موضوع تایید شوه. هغې زیاته کړې ده چې دا کار آن له داسې مهاجرو سره هم کیږي چې سن یې تر ۱۸کلنۍ کښته وي.

په برلین کې د ادغام، کار او ټولنیزو چارو ادارې خبري آژانسونو ته ویلي دي چې په دې مرکز کې د بدلمني تورونه په جدي توګه څیړل کیږي. دې ادارې ویلي دي چې تر اوسه پوري یې لا داسې یوه کړۍ نه ده موندلې چې د بدلمني چاري پر مخ یوسي، خو خپلو پلټنو ته به دوام ورکړي. د ادغام، کار او ټولنیزو چارو اداره به له ټولو اړخونو سره یو ګډ بحث پیل کړي، ټولنیز کارکوونکي به وروزي او د دې موضوع په اړه به معلوماتي پاڼي ووېشي.

مخ په ډیریدونکې ستونزه

ملګرو ملتونو په سپتمبر میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې تر ۷۵ سلني ډیر ځوان مهاجر چې اروپا ته یې مخه کړې ده له شاقه کار، جنسې تاوتریخوالي، په ماشوموالي کې واده او د استثمار له نورو ډولونو سره مخامخیږي.

مرستدویه سازمانونو ویلي دي چې د هغو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې په آلمان کې بدلمني ته مخه کوي. د برلین تیرګارتن سیمه په داسې یوه ځای بدله شوې ده چې زاړه کسان ورته راځي ترڅو د جنسې اړیکو له پاره ځوان هلکان وموندي.

 m.s (dpa, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب