1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

رونالدو پر یوې ښځې د جنسي تیري ادعا رد کړې

۱۳۹۷ مهر ۱۲, پنجشنبه

وروسته تر دې چې یوې آلماني مجلې پر یوې ښځې د کریستیانو رونالدو د جنسي تیري د ادعا په هکله رپوټ خپور کړ، د فوټبال دغه مشهور ستوري دغه ادعا رد کړه. د رونالدو وکیلانو ویلي دي چې د دې مجلې پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

https://p.dw.com/p/35zPa
UEFA Champions League Viertelfinale | Juventus Turin vs. Real Madrid - Tor Ronaldo
انځور: Reuters/M. Pinca

د فوټبال مشهور ستوري کریستیانو رونالدو له ټولنیزو رسنیو څخه په استفادې په ۲۰۰۹ م کال کې د کاترين مایورګا په نوم پر یوې ښځې د جنسي تیري د ادعا په هکله سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه په یوه تویتري پيغام کې ویلي دي: «هغه تور چې پر ما لګول شوی دی په قاطعت سره یې ردوم. جنسي تیری یو بد جرم، او له هغه څه سره چې زه یم او باور پرې لرم، په تضاد کې دی.»

نوموړي مخکې تر دې چې دا جملې تویت کړي، د سپټمبر میاشتې پر ۳۰ نیټه په انستاګرام کې د یوې ویډیو له لارې دغه ادعا رد کړې وه. رونالدو د دې ادعا په غبرګون کې ویلي ول: «جعلي خبر. دوی غواړي چې زما له نوم څخه په استفادې مشهور شي. دا نورمال دی».

نوموړي په دې ویډیوي پيغام کې ویلي ول: «دوی غواړي زما د نوم په اخیستلو سره مشهور شي. که دا د وظیفې برخه وي، زه خوشحال یم او دا ښه کار دی.» خو وروسته رونالدو بیرته دا پيغام حذف کړ.

د «شپیګل» آلمانۍ مجلې په ابتدا کې د میرمن مایورګا، له خوا د لګول شوي تور په هکله رپوټ ورکړی وو چې دغه ادعا د هغې پيښې په هکله چې د ۲۰۰۹ م کال د جون میاشتې په ۱۲رامنځته شوی وه، د رونالدو د څرګندونو په استناد شوې ده.

شپيګل رپوټ ورکړی دی چې دا اسناد د دې ښکاريندویې هم کوي چې دغې ۳۳ کلنې میرمنې رونالدو ته «څو ځله[نه] او [پریميږده]» هم ویلي دي.

د دغه لوبغاړي وکیلانو ویلي دي چې د شپیګل مجلې پر وړاندې دعوی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د لاس وګاس پولیسو منلې ده چې د نوموړي نیټې اړوند قضیې دوسیه یې پرانیستې ده، خو د قرباني او احتمالي عامل په اړه یې جزوئیات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د مایورګا مدافع وکیلان به د چهارشنبې په ورځ په لاس وګاس کې په دې اړه نور جزوئیات ورکړي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپو: