1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

راپورونه: چین د آلمان پر پارلمان د جاسوسۍ هڅه کړې

۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعه

د یوې ورځپاڼې د رپوټ په حواله چینايي جاسوسانو د آلمان د پارلمان ځينو وکیلانو ته د معلوماتو په بدل کې د پیسو د ورکړې هڅه کړې ده. چینايي جاسوسانو د جعلي حسابونو پر مټ له آلماني وکیلانو د داخلي معلوماتو راټولولو هڅه کړې ده.

https://p.dw.com/p/30wiV
Deutschland 46. Sitzung des Bundestages - Inneres Datenschutz und Informationsfreiheit
انځور: Imago/M. Popow

د «زدو دویچه څایتونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د جمعې په ورځ په خپل یوه رپوت کې لیکلي دي چې چینايي جاسوسانو د آلمان د پارلمان یا بوندیستاګ غړو ته د رشوت ورکولو له لارې د «تحلیل» په شکل کې د داخلي معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

یادې آلمانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې چینايي جاسوسانو د ټولنیزو رسنیو ځینې داسې جعلي حسابونه جوړ کړي دي چې له وړاندې لا ورسره ځيني آلماني وکیلان ليست کړل شوي ول. زیاته شوې ده چې چینايي جاسوسانو د داخلي معلوماتو او اسنادو د ترلاسه کولو په بدل کې د آلمان د پارلمان یو شمیر وکیلانو ته د پیسو د ورکړې وړاندیز هم کړی دی.

یادې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې یو شی چې دغو چینايي جاسوسانو یې په هکله درواغ نه دي ویلي هغه د دوی اصلي هویت دی. چینايي جاسوسانو آلماني وکیلانو ته ویلي دي چې دوی د چین اتباع دي. داسې اټکلونه کیږي چې ژر یا وروسته به د آلمان چارواکي هغه معلومات ترلاسه کړي چې دغو چینايي جاسوسانو د پارلمان له کوم غړي سره معامله کړې ده.

د «زود دویچه څایتونګ» په نامه دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په داسې حال کې چې آلماني چارواکي پر دغه راز مسائلو له نږدې څار ساتي، بیا هم چینايي جاسوسانو یو شمیر آلماني وکیلان دې ته هڅولي چې له چین څخه لیدنه وکړي. په راپور کي ويل سوي دي چې په چین کې د چین حکومت له هر هغه فرصت څخه کار اخلي چې پر مټ یې د پارلمان د یو غړي تليفون یا په لپ ټاپ کې ځینې تغیرات راولي یا ور داخل شي ترڅو یو کس تر فشار لاندي راولي.

رپوټ وړاندي لیکلي دي چې داسې اټکلونه کیږي چې د چین استخباراتي اداره به په مجموعي توګه له یو میلیون ډیر کارکوونکي ولري. دغه رپوټ په داسې یو وخت کې رامخ ته کیږي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د چین لومړی وزیر لي کیکیانګ د یوه لوړي پوړي چینايي دولتي پلاوي په مشرتوب برلین ته ورسیږي.