1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کونړ د برید د تلفاتو په اړه بیلابیلې څرګندونې

۱۳۹۶ مهر ۲۱, جمعه

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې د برید د تلفاتو په اړه بیلابیلې څرګندونې شوې. امنیتي چارواکي وژل شوي کسان د داعش غړي بولې خو د ولسې جرګې یو غړی او ځایي مشران بیا وايي چې یوازې ملکیان وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2llbW
Karte Afghanistan Provinz Kunar Englisch
انځور: DW

د کونړ د امنیه قومندان مل پاسوال جمعه ګل همت، دویچه ویله ته وویل چې تیر ماښام د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې د یوه ځايي قومندان په ګډون د داعش وسله والې ډلې شل غړي وژل شوي دي.

بریدونه د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې په بدګوړ سیمه کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا بیا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې د څلورو سرګروپانو په ګډون د داعش وسله وال ډلې ۱۸ غړي وژل شوي دي.

خو په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی او د څوکۍ ولسوالۍ استوګن مولوي شهزاده شاهد، رسنیو ته وویل چې په بدګوړ سیمه کې تیر ماښام د ولسي خلکو یوه جرګه په نښه شوې چې ټولټال په کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي د هغو کسانو  نوملړ هم رسنیو ته وښود چې په خبره یې په دې پیښه کې له منځه تللي دي. د هغه په خبره د وژل شویو کسانو په ډله کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي شامل ول.

شاهد په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دغه ډول ړندو بمباریو مخه دې ونیسي. د ولسي جرګې دغه غړي ګواښ وکړ چې د دې کار د نه ترسره کیدو په صورت کې به بیا ولسي خلک به په دې اړه پریکړه وکړي.

د څوکۍ ولسوالۍ د ټولنیزې شورا مشر مولوي احمد، هم وژل شوي کسان ملکيان وبلل او ویې ویل چې دغه کسان په سیمه کې یوه واده ته روان ول خو واده ته تر تګ مخکې یې په یوه قومي جرګه کې برخه اخستې وه.

ویل شوي دي چې اوس یو شمیر وسلوال کسان خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې پیښې سیمې ته ورشي. لا تر اوسه پورې داعش ډلې پورې تړلو کسانو د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دره یوه غرنۍ سیمه ده چې ویل کېږي داعش وسله واله ډله د دغې درې په لوړو سیمو کې خپلو ګڼو غړو ته جنګي روزنې ورکوي.