1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرون ناروغي: د معدې لا علاجه درد

۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعه

د کرون ناروغان له بې حالي، د معدې له درد او اسهال څخه کړیږي. دغه درد کیدای شي ورځي او یا میاشتې دوام وکړي. کله خو درد آن دایمي وي. د دې ناروغي په اړه څیړنې په کومې مرحلې کې دي او ایا نوې تراپي به وموندل شي؟

https://p.dw.com/p/31OeF
Darm Schema Medizin
انځور: Fotolia/Sebastian Kaulitzki

د کرون (د کولمو التهاب) ناروغي درد کیدای شي له خولي څخه بیا تر مقعد پوري په ارګانونو کې راپیدا شي. دغه ناروغۍ کیدای شي د انسان د هاضمې سیستم زیانمن کړي. التهابونه کیدای شي د کولمو له لایو څخه تیر شي او ډیر وخت د غټو او وړوکو کولمو تر منځ سیمه التهابي کوي.

په دې ناروغۍ کې تل ټولې کولمې له زیان سره نه مخامخیږي او کیدای شي چې د ناروغ په بدن کې د کولمو داسې برخې وي چې نه وي زیانمنې شوې.

ډاکټران کولی شي چې یوازې د دې لا علاجه ناروغي له کبله رامنځ ته شوي دردونه آرام کړي او پرمختګ یې ورو کړي. خو راجا اتریا وایي چې اوس د دې ناروغي په اړه شدیدې څیړنې روانې دي. هغه له ۲۰۱۶م کال راهیسې د ایرلانګن نوریمبورګ په پوهنتون کې د هاضمې سیستم د التهابي ناروغیو په څانګه کې کار کوي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ اوس په دې د پوهیدو په حال کې یوو چې د کولمو دغه التهاب څرنګه پرمختګ کوي ترڅو په ښه توګه ښکیل مالیکولونه وپیژنو.»

هغه زیاته کړه: «اوس په دې برخه کې تر بل هر وخت ډیر کار کیږي. موږ تمه لرو چې بازار ته به لا ډیر او ښه درمل راووځي.»

سخت درد

د کرون ناروغي درد په ناڅاپي او د یوې مودې له پاره رامنځ ته کیږي. اتریا وایي: «د دې امکان چې ناروغان د دغو دردونو تر منځ د ناروغۍ هیڅ نښانې و نه لري، هم شته. خو داسې ناروغان شته چې په دایمي توګه د معدې دغه سخت درد لري. دا نو د دې ناروغۍ تر ټولو سخت حالت دی.»

د کرون ناروغان همدا راز د اسهال له کبله باید په وار وار تشناب ته ولاړ شي.

اتریا وایي: «موږ ټولو په ژوند کې داسې حالت تجربه کړی دی. کله چې سړی اسهال وي، نو حالت یې ډیر بد وي. زموږ ټولنیز ژوند هم اغیزمن کیږي. سړی باید تل ځان ډاډه کړي چې ورته نزدي یو تشناب شته. ځکه چې کله سړی اسهال شي نو تشناب ته تلو له پاره ډیر وخت نه لري. داسې وخت هم راځي چې سړی باید په یوه ورځ کې تر لسو وارو ډیر تشناب ته ولاړ شي.»

د کرون ناروغي د انسان پر بدن او روان باندې ډیر سخت تمامیږي. سینما، تیاتر یا د ملګرو لیدو ته تګ ډیر وخت د دې پر ځای چې انسان آرام کړي، داسې وي لکه انسان چې ځان زوروي. ډیر کسان د ۱۵ او ۳۵ کلنۍ تر منځ په دې ناروغۍ اخته کیږي. خو دغه ناروغۍ په هغو کسانو کې چي سن زیات وي هم پیدا کیدای شي. له همدې کبله دا ناروغۍ د انسان د ژوند پر کیفیت باندې ناوړه اغیزه کوي.

د وضعیت خرابیدل

التهابونه د دې لامل کیږي چې کولمې وړوکي شي او په پایله کې یې ناروغ له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي. اتریا وایي: «په ځینو مواردو کې آن غایطه مواد هم له دغو برخو نه شي تیریدای. په دې مرحله کې باید سړی عملیات وکړي.»

هغو کسانو چې څو وارې دغه راز عملیاتونه کړي دي کیدای شي چې لنډې کولمې ولري. التهابونه کیدای شي چې په کولمو کې زخم او یا ناسور پیدا کړي. دغه ناسور بیا کیدای شي چې د بدن نورو برخو ته وغځیږي چې له کبله یې کیدای شي د کولمو او د بدن د نورو برخو تر مځ نل ته ورته ارګان رامنځ ته شي.

د ناروغي لا ډیرې پیښې

یوازې په آلمان کې د هرو زرو کسانو له ډلې څخه یو یا دوه یې په کرون ناروغي اخته دي. اتریا وایي: «په ټوله نړۍ کې د دې ناروغي قضیې مخ پر ډیریدو دي. سړی کولی شي ووايي چې دغه ناروغي د لویدیځې نړۍ له ستونزې څخه اوس په یوې نړیوالې ستونزې بدله شوې ده. د کرون ناروغي اوس په داسې هیوادونو کې پیدا کیږي چې پخوا یې قضیې نه لیدل کیږي.»

جینیتیکې جوړښتونه او د چاپیریال اغیزې د دې ناروغۍ په رامنځ ته راتلو کې نقش لري. اتریا وایي چې دغه ټول فکتورونه د دې لامل کیږي چې د انسان د بدن دفاعي سیستم تر حده ډیر عکس العمل وښيي او په کوملو کې التهابونه رامنځ ته شي.

زموږ له ارشيف څخه: