د کابل ټولې رايي باطلې اعلان شوې
۱۳۹۷ آذر ۱۵, پنجشنبهاعلان
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند علی رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ وويل چي د کابل ولايت د پارلماني ټاکنو ټولي رايي ناسمي دي. هغه وويل چي پر تقلب او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نه ښه مديريت پر ستونزو سر بيره ۲۵ داسي دليلونه موجود ول چي له مخي دغه شان پريکړه وسي.
پتېيل شوې وه چي څو ورځي مخکي د څو ولايتونو د پارلماني ټاکنو پايلي اعلان شي، خو وځنډېدلي. اوس د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د کابل ولايت رايي ټولي باطلي اعلان کړي دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون لا تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.
په دې اړه بشپړ معلومات لږ وروسته خپريږي.