1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوونې او روزنې مرکزونه د جگړې په ډگر بدل شوي

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

په تیرو څو کلونو کې تر ۱۲زره زيات تعليمي مرکزونه د جگړو په ترڅ کې په نخښه شوي. ترهگرې ډلې او ياغيان په سستماتيک ډول ښوونځي او پوهنتونه د جگړې په ډگر بدلوي. آلمان اوس د ښوونځيو د ښې ساتنې له پاره ځان مکلف کړی.

https://p.dw.com/p/314OX
Afghanistan Schulmädchen
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

په بمونو الوزول شوي ښوونځي او پوهنتونونه چې ديوالونه یې په مرميو سوري شوي، کومه نوې خبره نه ده. د وسله والو شخړو په ترڅ کې تل تعليمې مرکزونه د بريدونو ښکار کيږي. زده کوونکي او ښوونکي زياتره وخت د بريدونو تصادفي قربانيان نه وي بلکې د ترهگرو ډلو او يا مليشو له خوا په هدفمندانه توگه انتخابيږي او پرې برید کیږي.

همدا راز دولتي ځواکونه هم په ځينو سيمو کې ډير احتياط نه کوی. د يو شمير ټولنو د «Education under Attack» يا «تعليم تر بريد لاندې» تر سرليک لاندې په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ ۱۲۷۰۰ تعليمي مرکزونه د بريدونو هدف گرځيدلي دي. په ۷۰ هيوادونو کې د دې حملو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱۰۰۰ زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

ولې پر ښوونځیو بريدونه کیږي؟

د «ښوونيزو مرکزونو د ساتنې نړيوال ائتلاف» څخه چې دا رپوټ یې وړاندې کړې امي کاپت، وويل دا چې ښوونځي تل د بريدونو ښکار کيږي، علتونه یې بيلا بیل دي. د هغه په خبره يو لامل یې د ترهگرۍ پراخيدل دي. هغه زياته کړه: «ترهگرې ډلې په تيره بيا د ايديالوژيکي دلايلو پر اساس ښوونځي ته د نجونو د تلو مخه نيسه.»

همدا ده چې په لويديځه افریقا کې بوکو حرام ډله او په افغانستان کې وسله وال طالبان د ښوونځي زده کوونکې په نښه کوی او یا یې هم تښتوي. کاپت وايي چې د دې يو بل علت دا دی چې غربي هيوادونه اوس مخ پر زياتيدونکي توگه هوایي بريدونو ته چمتوالی ښيي. د هغه په خبره په دې ترڅ کې مليکانو ته پام نه کيږي.

د مثال په توگه د يمن په ښارونو کې هوايي بریدونو د ملکيانو له پاره ډيرې ناوړه پايلې لرلې دي او د ډيرو ښوونځيو ودانۍ هم د بريدونو ښکار شوې. کاپت د تعليمي مرکزونو د په نخښه کيدو دريمه وجه د مظاهرو په زور سرکوبه کول په گوټه کوي. دی زياتوي: «د سوریې په څير هيواد کې احتجاجونه زیاتره په پوهنتونو کې کيږي. همدا وجه ده چې د محصلينو د تلفاتو شمير لوړ دی.»

Nigeria - Boko Haram
د چيبوک د ښوونځي يوه نجلۍ د بوکو حرام په زندان کېانځور: Reuters

د يونيسف څخه ساندي بلانشت، دا پرمختگ د بيلا بيلو پېښو مجموعه نه ده بلکې يوه نمونه ده. هغه وايي: «په ډيرو هيوادونو کې ښوونځي په داسې ځايونو بدل شوي چې ويره ترې کيږي.»

بلانشت زياتوي چې په دې تیرو څو کلونو کې نړيوالې ټولنې هم درک کړې ده چې په جگړه ځپلو سيمو او جنگونو کې هم بايد تعليم دوام پيدا کړي څو بې سواده «ضايع شوی نسل» رامنځته نه شي. خو د هغه له نظره «اوس د ښوونځيو د خونديتوب زمينه بايد برابره شي».

په ۲۰۱۵م کال کې يو شمير مرستندويه ټولنو د ناروې او ارجنټاين سره په شريکه په جگړه ځپلو سيمو کې د ښوونځيو د ساتنې په موخه يوه غير الزامي سياسي اعلاميه خپره کړه. د دې اعلاميې لاسليکوونکو هيوادونو ژمنه کړې چې د جگړو پر وخت به د تعليمي مرکزونو سره ځانگړی چلن کوي او اجازه به نه ورکوي چې ښوونځي پر پوځي قشلو بدل شي، دا هغه څه وو چې د اوکراين په ختيځ کې وليدل شول.  

آلمان هم ځان مکلف کړ

تر اوسه ۷۵ هيوادونو دا اعلاميه لاسليک کړې ده. آلمان هم د روان ميلادي کال د مي مياشتې په پای کې د ښوونځيو او نورو تعليمي مرکزونو د ساتنې له پاره ځان مکلف کړ. د بشري حقونو په برخه کې د آلمان د حکومت ځانگړې استازې بيربل کوفلر، وويل: «کله چې ماشومان د وسله وال کرکيچ له کبله له تعليمه بې برخې پاتې شي نو کيدای شي يو پوره نسل ته زيان ورسيږي. په دې توگه د جگړو ناوړه پايلې تر اوږدې مودې احساسيږي.»

د رپوټ په حواله کانگو جمهوريت هغه هيواد دی چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو کې پکښې پر ښوونځيو تر ټولو زيات مستقيم او يا غير مستقيم بريدونه ترسره شول. د مرکزي افریقا په دې هيواد کې د دريو خونړيو شخړو په ترڅ کې پر تعليمي مرکزونو تر ۱۰۰۰ زيات بريدونه شوي دي. کانگو هم د نايجيريا او يمن په څير د ښوونځيو د ساتنې دا اعلاميه لاس ليک کړې ده. خو په دې هيوادونو کې هم تر ۱۰۰۰ زيات تعليمي مرکزونه د بريدونو هدف گرځيدلي دي.

همدا شان د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ شخړې په ترڅ کې هم د ښوونې او روزنې پر ۱۰۰۰ زياتو تاسيساتو بريدونه شوي دي. فلسطينان د خوندي ښوونځيو له دې نوښت څخه ملاتړ کوي، خو اسرائيلو تر اوسه نه دی لاسليک کړی.

د رپوټ ليکونکي غوښتنه کوي چې د «تعليمي مرکزونو د ساتنې په نړيوال ائتلاف» کې شامل دولتونه بايد د دې موافقې څخه د سستماتيکو سرغړونو مخه ونيسي او مسئولينو ته یې جزا ورکړي. خو په يو شمير کړکيچونو کې د دولتي امنيتي ځواکونو د ناندريز رول له وجې به لکه د کانگو په کاسای، په نايجيريا کې د بوکو حرام د ترهگرې ډلې پر ضد او يا د يمن په جگړه کې د محصلينو، زده کوونکو او ښوونکو د تلفاتو شمير راکم نه شي.

زموږ له آرشيف څخه: