1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چړې تر يرغل وروسته: رد شوي مهاجر بايد ووځي

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

د آلمان حاکم ګوندونه غواړي چې د رد شويو مهاجرو د وتلو پر مسئله فشارونه زيات کړي. دغه پريکړه په هامبورګ ښار کې د يوه رد شوي مهاجر د جړې تر حملې وروسته، کيږي.

https://p.dw.com/p/2hPyU
Unbegleitete Minderjährige Flüchtlinge UMF
انځور: picture-alliance/Peter Kneffel

په هامبورګ ښار کې د يوه رد شوي مهاجر له خوا پر عامو خلکو د چړې تر حملې وروسته، دوو اتحادي ګوندونو مسيحي ديموکرات او د بايرن مسيحي سوسيال اتحاد غواړي چې د رد شويو مهاجرو د وتلو پر مسئله فشارونه زيات کړل شي.

په همدې موخه، د آلمان پارلمان په داخلي کميټه کې د مسيحي ديموکرات ګوند استازي ارمين شوستر د دې غوښتونکی شو چې بايد د رد شويو مهاجرو د بيرته ستنيدو په برخه کې د فدرالي حکومت صلاحيتونه زيات کړل شي.

شوستر آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» سره په مرکه کې وويل چې د آلمان فدرالي ایالتونه بايد بلاخره دا خبره ومني. د هغه په وينا، په دې برخه کې د آلمان د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونه او د فدرالي پوليسو اداره کولای شي د «آلمان په وړو ښارونو کې د بهرنيو اتباعو د ادارو په پرتله ډیر موثر رول ولري».

په کورنيو چارو کې د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند وياند بورکهار دلیشکا وویل: «هغه هيوادونه چې د خپلو اتباعو د منلو په برخه کې هيڅ ډول همکارۍ ته حاضر نه دي، له اقتصادي پلوه دې فشارونه پرې ډیر کړل شي، څو د اتباعو د بيرته ستنيدو شرايط يې رامنځ ته شي».

هغه د خپلو خبرو په دوام کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد په خاصو مواردو کې څيړنې وشي، چې آيا مسئولانو د مهاجرو د فعاليتونو د پراختيا په محدودولو کې له ټولو وسيلو او امکاناتو کار اخیستی دی او که نه. له دغو وسيلو څخه مسئولو چارواکو ته په ترتيب سر د فرد پسې حاضريدل، د اقامې محدودول او د اخراج په موخه د فرد نيول دي.

د پارلمان په داخلي کميټه کې د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند استازي د آلمان له سوسيال ديموکرات ګوند څخه وغوښتل تر څو پولو ته نژدې د هويت د تشخیص د مرکزونو له جوړيدو سره موافقه وکړي. هغه وويل: «هر څوک (چې د خپلې پناه غوښتنې په اړه مسئولان) دوکه کړي، معلومات پټ کړي، د پناه اخيستنې له پاره دليل و نه لري او يا د دوبلين له قانون سره مخ کيږي، هيواد ته د داخليدو اجازه نه لري.»

د دوبلين قانون پر اساس، مهاجر يوازې کولای شي په هغه هيواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کي ورته داخل شوی وي.

شوستر د دې غوښتونکی شو چې د آلمان فدرالي حکومت دې هوايي ډګرونو ته څيرمه هيواد ته د داخليدو مرکزونه جوړ او له هيواده د اسلامي افراطيانو د ايستلو له پاره دې يوه ځانګړې قطعه جوړه کړي.

د آلمان د مسيحي سوسیال ګوند (سې. ايس. يو) مشر اندرياس شوير هم د ردشويو مهاجرو پر مسئله د فشارونو د زياتيدو غوښتونکی شو. هغه له «بيلد ام زونتګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل که چيري روښانه شي چې مهاجر افراطي شوی، بايد بند ته واچول شي تر څو نورو ته زيان و نه رسوي.

د جمعې په ورځ يو ۲۶ کلن د هامبورګ ښار په بارميک سيمه کې د يوه سوپر مارکيټ پر پيريدونکو او لارويو د چړې حمله وکړه. په دغه حمله کې يو ۵۰ کلن سړی مړ او شپږ تنه نور ټپيان شول.

د حمله کوونکي د حبس حکم ورکړل شوی دی. د لويې څارونوالۍ د معلوماتو پر اساس، دغه مهاجر چې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه، د وژنې او پنځو نورو وژنو ته د هڅو په تور، موقتي بندي شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: