1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځانمرګو بریدونو اقتصادي زیان؛ هغه پانګې چې په دود بدلیږي

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

په افغانستان کې ډیر وخت د چاودنو د ځاني تلفاتو په اړه رپوټونه ورکول کیږي خو د دغو بریدونو مالي زیانونه له پامه غوځول کیږي. هغه کسان چې په بریدونو کې خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکوي د مرستې هیڅ آدرس نه لري.

https://p.dw.com/p/2mAoI
Afghanistan Gardes Autobomben-Anschlag
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/Zumapress/Ahmadi

د روان لمریز کال د زمري میاشتې په دویمه نیټه د کابل په سرکاریز سیمه کې یوه درنه چاودنه وشوه. په دغه ځانمرګي برید کې تر ۳۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نور په لسګونو ټپیان شول. ډیر شمیر رسنیو په هغه ورځ د پيښې خبر ورکړ خو تر هغې وروسته هیڅ کومې رسنۍ د هغو دوکاندارانو حال و نه پوښت چې هر څه یې د اور لمبو وسوځول او له اقتصادي نظره نابود شول.

په لومړي سر کې داسې بریښي چې په سرکاریز سیمه کې چې چاودنه رامنځ ته شوې وه، هر څه په خپل حال دي. په ظاهري توګه دوکانونه پرانیستي دي او کاروبار په عادي ډول جریان لري خو کله چې سړی دوکان ته سر وردننه کړي او له ځايي اوسیدونکو پوښتنه وکړي، کیسه بل ډول وي. د چاودنې په ورځ په دغه ځای کې ټول دوکانونه وسوځیدل او په ایرو واوښتل.

د پيښې په ځای کې د یوه سلماني دوکان ته ورننوځو او پوښتنه ترې کوو چې په برید کې يې څومره مالي زیان لیدلی دی. خو د دغه دوکان خاوند محمد شریف، وایي چې مخکې له دې چې دغه دوکان په کرایه ونیسي د بوټانو یو پلرونکی هلته په سوداګرۍ بوخت وو چې د دوکان ټول اجناس یې وسوځیدل: «تر چاودنې د مخه دلته د بوټانو د خرڅلو یو دوکان وو. تر چاودنې وروسته یې ټول توکي وسوځیدل. اوس نو پوهیږو چې پر هغه څه وشول او چیرې ولاړ.»

محمد یو بل کس دی چې په دغه سیمه کې د معاملاتو د راهنما دفتر لري او په چاودنه کې ټپي شوی وو: «د چاودنې په ورځ په دوکان کې وم او ګلانو ته مې اوبه ورکولې چې ناببره مې د چاودنې غږ واورید او تر هغې وروسته پوه نه شوم چې بیا څه وشول.»

د کابل د دغه اوسیدونکي دوکان په چاودنه کې په بشپړه توګه وسوځید خو هغه وایي چې دولت ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې: «دولت له موږ سره یو پول او یو دینار مرسته هم نه ده کړې، د چارو له ادارې څخه د شالیزوال په نوم یو کس راغی او د مرستې ژمنه یې وکړه.»

محمد زیاتوي چې حکومت ژمنه وکړه او په عمل کې یې هیڅ هم کار و نه کړ. وروسته له هغې چې محمد د دولت د مرستې څخه نهیلی شو، نو په خپله یوه ګام اخیستو ته اړ شو، څو د پور په پیسو بیا دوکان جوړ کړي: «ما ته ۱۲ لکه افغانۍ تاوان اوښتی. د طبیعي پيښو اداره راغله، له امنیت او حوزې څخه خلک راغلل ارزونه یې وکړه، خو له موږ سره یي یوه افغانۍ هم مرسته و نه کړه.»

«یو ښار او شپږ نرخونه»

افغان حکومت په تروریستي حملو کې د وژل شوي کس کورنۍ ته سل زره او ټپي شوي کس ته پنځوس زره افغانۍ ورکوي. خو محمد وایي چې دغه مرسته هم عادلانه نه ده او په خبره یې هر چا ته نه رسیږي: «په لومړۍ شپه (د حکومت استازي) روغتون ته راغلل، فلمبرداري یې وکړه او په فیکس بوکس (فیسبوک) او تلویزون کې یې هم وښودل خو مرسته یې و نه کړه. دلته په یوه ښار کې شپږ نرخه دي، نورو (ټپیانو) ته یې ۵۰ زره افغانۍ ورکړې، موږ سره یې ولې مرسته و نه کړه.»

د ترهګریزو پيښو څخه متضرره شوي کسان د حکومتي مرستو د چارو د ادارې له لوري تنظیمیږي. د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار شالیزی دیدار، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې حکومت یوازې له «شهیدانو او ټپیانو» سره مرسته کوي، خو د انتحاري بریدونو له اقتصادي لحاظه متضرره شوو کسانو له پاره بودجه نه شته: «نه؛ په دې اړه یې موږ ته وظیفه نه ده راکړې.»

ښاغلي شالیزي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې له ټولو ټپیانو سره د دولت مرستې په یو ډول نه دي وویل: «ما ته د اجرائیه ریاست له لوري یو ځل دنده راکړل شوې وه چې ټپیانو او شهیدانو ته پیسې ورکړم.»

د پانګې تیښته

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې د تروریستي حملو له کبله د رامنځ ته شوو اقتصادي زیانونو په هکله دقیق ارقام په لاس کې نه لري، خو په وینا یې په وروستیو کلونو کې د دغو حملو له کبله خصوصي سکتور او پانګوالو ته په میلیونونو ډالر تاوان اوښتی دی.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې حکومت د تروریستي حملو د متضررینو له پاره د مرستې هیڅ ډول پروګرام په پام کې نه لري او له همدې وجه پانګوال په دې لټه کې دي چې خپلې پانګې نورو هیوادونو ته انتقال کړي: «تر اوسه متضرره شوو کسانو له پاره د مرستې کوم پلان نه شته. د زنبق څلور لارې په چاودنه کې خصوصي سکتور ته په میلیونونو ډالرو تاوان واوښت. خو د حکومت له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.»

د ځانمرګي بریدونو په پایله کې دوکاندارانو، خصوصي سکتور او نورو سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اوړي. په وروستیو پيښو کې د ګردیز حملې هم د ځاني تاوان تر څنګ سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د کابل ښار په وروستیو دوو کلونو کې د سختو بریدونو شاهد وو، چې سخت ځاني او مالي تاوانونه یې هم له ځانه سره لرلي دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په می میاشتې کې په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې تر برید وروسته وویل: «دا د افغانستان پر اقتصاد باندې حمله وه.»

په عین کې د وړو کاروبارونو خاوندان او یا کسبه کاران چې په دغه ډول حملو کې خپل هر څه له لاسه ورکوي، فقر ته د تن ورکولو پرته بله لاره نه لري. محمد وایي چې د ډیر شمیر دوکانونو خاوندانو له خپل کاروباره لاسونه پریمنځل: «دلته یو لوحه لیکونکی وو چې خپل دوکان یې پریښود او ولاړ. هلته یو خیاط وو چې نور نه شته. دلته یو برګر خرڅونکی وو چې په همدې سیمه کې یې کار کاوه دواړه ورونه ووژل شول. پلار یې یوه ورځ دلته راغلی وو د لیونیانو په شان چلن یې کاوه. هیچا له هغوی سره مرسته و نه کړه.»