1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په ځانمرګي برید کې دوه چینایان هم ټپیان دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

په پاکستان کې چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ د پاکستان په جنوب غرب کې یوه ځانمرګي بریدګر د چینايي انجنیرانو یو بس په نخښه کړی چې په پایله کې یې د دوو چینايي انجینرانو په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3308k
Pakistan Explosion in einem Sufi-Schrein
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د راپورونو له مخې دغه برید د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې ښار په ۳۴۰ کیلومترۍ کې د دال باندین په سیمه کې هغه مهال شوی کله چې د معدن د یوې پروژې چینايي انجینران دغه ښار ته د تګ په حال کې وو.

ځايي حکومت او د پولیسو چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د موټر د چلوونکي ترڅنګ د ملیشو دوه سرتیري چې د چینايي انجینرانو د انتقال له پاره د امنیت مسوولیت یې درلود، په دې برید کې ټپیان شوي. چارواکو د برید په پایله کې د دوو چینايي انجینرانو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

په یاده سیمه کې د دوستاین دشتي په نامه د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د تلیفون له لارې د فرانسې خبري آژانس ته د برید په تړاو وویل: «په یوه کوچني بار وړونکي موټر کې سپور بریدګر چې د [انجینرانو د تګ په لاره] یې د سړک پر غاړه د انتظار په حال کې وو، د چینايي انجینرانو د انتقال موټر د نږدې کیدو پرمهال یې خپل موټر ته چاودنه ورکړه.»

Pakistan Anschlag in Quetta
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Chando

په عین وخت کې د ځايي حکومت یوه جګپوړي چارواکي سیف الله خیتران هم د برید پخلی کړی او وايي چې د ټپیانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی. نوموړي زیاته کړه چې یادو انجینرانو د سایندک په پروژه کې کار کاوه کومه چې د سرو زرو، مسو او سپینو زرو د استخراج له پاره د چین او پاکستان ګډه پروژه ده. دغه سیمه د ایران پولې ته نږدې موقعیت لري.

د بس موټر چلوونکي محمد ابراهیم د پیښې په تړاو د فرانسې خبري آژانس ته په داسې حال کې چې په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، وویل چې د چاودنې پرمهال یې سمدلاسه موټر بریک کړ او په دې توګه یې د لا ډیرو تلفاتو مخه ونیوله. هغه وویل: «که مې بیړنی بریک نه وو نیولی، نو ټول موټر به اور اخیستی وو.»

د دغه برید مسوولیت بلوچي یاغیانو منلی دی. د بلوچستان د خپلواکۍ د پوځ په نوم ډلې ویاند جیاند بلوچ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ دغه موټر چې چینايي انجیران یې لیږدول په نخښه کړی دی. موږ پر دوی له دې کبله برید وکړ ځکه دوی زموږ له سیمې څخه سره زر استخراجول، موږ به د دې کار اجازه ورنکړو.»

Karte Pakistan Baluchistan DEU

په بلوجستان کې د اوږدې مودې راهیسې بلوچ آزادي غوښتونکي په خپل ولایت کې د طبیعي زیرمو د کنترول په موخه هڅې کوي. له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لرونکی د پاکستان بلوچستان ایالت د دې هیواد یو له تر ټولو سترو ایالتونو څخه دی. چین د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې په ګڼ شمیر سترو اقتصادي پروژو کې پراخه پانګونه کړې. چین غواړي چې خپله غربي سیمه شین جیانګ له ګوادر بندر سره وصل کړي. پاکستان بیا تل پر ګاونډي هیواد هندوستان د بلوچ یاغیانو او آزادي غوښتونکو د مالي او پوځي تجهیزاتو د ملاتړ تور پورې کوي.