1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ټاکني: غیر رسمي پایلي د عمران خان ګوند مخکي ښيي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

د ټاکنو د لومړنیو جزوي غیر رسمي پایلو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند تر نورو مخکې دی. له بل اړخه د ټاکنو کمیسیون له لوري د پایلو د ځنډ له کبله نور سیاسي ګوند ملحوظات لري او ځینې ګوندونه د درغلیو تور هم لگوي.

https://p.dw.com/p/3264N
Pakistan Wahl | Auszählung der Stimmen in Karatschi
انځور: Reuters/A. Soomro

په پاکستان کې د چهارشنبې په ورځ (د جولای مياشتي پر ۲۵مه نیټه) پارلماني ټاکنې وشوې او د غیر رسمي لومړنیو پایلو له مخې د تحریک انصاف ګوند ښایي د یوه ائتلافي حکومت په رامنځ ته کولو وتوانیږي. خو لا تر اوسه دا خبره روښانه نه ده چې آیا دغه ګوند به اکثریت تر لاسه کړي او که نه.

خو د نواز شریف د ګوند پلویان بیا وایي چې د رای د شمیرلو لړۍ په دغه هیواد کې پر دیموکراسۍ باندې حمله وه.

ویل شوي دي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به د پنجنشنبې په ورځ د سیمي په وخت دوه بجې خپلو پلویانو ته وینا کوي. له تیرې شپې راهیسې د دغه ګوند مینه والو په خوښۍ لمانځلو پیل کړی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون سیکرتر یعقوب بابر دا تورونه رد کړي دي چې د ټاکنو په پایلو کې د ځنډ علت ښایي کومه توطیه وي. د هغه په خبره د دغه ځنډ علت د پایلو د راپور ورکوني تخنیکي سیستم کې خرابی دی. د هغه په خبره د ټاکنو پر کمیسیون باندې د پایلو د ځنډولو له پاره هیڅ کوم فشار نه شته. په پام کې وه چې د ټاکنو رسمي پایلې د سیمې پر وخت د شپې پر دوو بجو اعلان شوي وای.

په عین وخت کې د ټاکنو کمیسیون مشر سردار محمد رضا هم د ټاکنو له پروسې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې «ټاکنې سل په سله رڼې او عادلانه وي.» هغه دا هم ویلي دي چې داسې کوم دقیق وخت نه شي ټاکلې چې کله به بشپړي پایلې اعلان شي.

د غیر رسمي نتایجو له مخې د ټولو رایو ۴۸ سلنه شمیرل شوي دي چې د عمران خان پي ټي آی ګوند ۱۱۳ څوکۍ ګټلي دي. د دغو پایلو له مخې دوهم ځای د نواز شریف مسلم لیګ (ن) ګوند خپل کړی دی چې ۶۴ څوکۍ یې ګتلي دي.دریم ځای بیا د پاکستان پيپلز پارټۍ خپل کړی دی او ۴۲ څوکۍ یې ګټلي دي. خو دغه پایلي وروستي نه دي او ښایي بدلون پکښې راشي. په ټوله کې د پارلمان د ۲۷۰ څوکیو له پاره رای اچونه شوې ده. خو د ساده اکثریت د تر لاسه کولو له پاره ۱۳۷ څوکیو ته اړتیا ده.

په عین وخت کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کړی او ویلې یي دي چې ګوند به یې د ټاکنو پایلې و نه مني. همداشان د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري، مولانا فضل الرحمن او پاک سرزمین ګوند هم د ټاکنو پر روڼتیا باندې شک څرګند کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: