1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته سفر کوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان لومړی وزیر کابل ته سفر کوي چې هدف یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترینګلتیاو کمول دي. په دې وروستیو وختونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.

https://p.dw.com/p/2vX3a
Pakistan Islamabad - Shahid Khaqan Abbasi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لومړی وزیر شاهد خاقان عباس، به د جمعې په ورځ کابل ته یو ورځینی سفر او پر بیلابیلو موضوعګانو باندې بحث وکړي. د لومړي وزیر د سفر په اجندا کې د کابل او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابرول هم شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو وختونو کې عباس ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې وه. دا د لومړي وزیر په توګه د کار تر پیل وروسته افغانستان ته د هغه لومړی سفر دی.

دا سفر په داسې حال کې پلان شوی دی چې پاکستان طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وروستي وړاندیز څخه ملاتړ کړی دی. د ولسمشر غني د سولې په وړاندیز کې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل او همداراز د اساسي قانون پر بدلون باندې بحث شامل دي.

پاکستان په وروستیو وختونو کې د کابل او واشنګټن تر سخت فشارونو لاندې دي. پر اسلام آباد له هغو ډلو چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي، د ملاتړ تور لګول کیږي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې د امکان تر حده پورې د یاغیانو پر ضد اقدامات کوي.