1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ويني فشار د لوړيدو مخه څرنگه نيولای شو؟

۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبه

آیا د ويني فشار مو لوړ دی؟ که داسې وي نو په مقابل کې یې بايد ژر تر ژره اقدام وکړئ. د درملو کارول يوازنۍ لاره نه ده. سړی کولای شي په طبعي توگه هم د ويني فشار له مناسب ميزان سره سم وساتي.

https://p.dw.com/p/30fL3
12.02.2014 DW FIT UND GESUND Bluthochdruck
انځور: Fotolia

که چيري مو وزن زيات وي، په منظم ډول الکهول څښئ او کم حرکت کوئ نو دا د حيرانتيا خبره نه ده چې د ويني فشار مو لوړ شي. تاسې بايد ډير ژر د دې مرض د مخنيوي هڅه وکړئ.

لومړی مو بايد په خوړو کې د مالگې مقدار راکم کړئ، ځکه مالگه ښايي د وينې فشار د لوړيدو لامل وگرځي. له تاسې سره به دا پوښتنه پيدا شوي وي چې ولې مالگه پر فشار منفي اغيز لري؟

ځيني کارپوهانو موندلې ده چې مالگه زموږ په بدن کې د کيمياوي ارتباطاتو د ليږد له پاره ځانگړي مواد تقويه کوي. دا مواد د عضلاتو حجرې دې ته اړ باسي چې خپل حجم کم کړي. په دې توگه پر عضلاتو فشارزياتيږي او په رگونو کې مقاومت ډيريږي چې د وينې د فشار د لوړيدو سبب کيږي.

په کور کې د پخلي په ترڅ کې سړی د مالگې پر ځای د بوټو او ځينو سابو څخه هم استفاده کولای شي او گشنیز او نعنا او داسې نور خوندور سابه کارولای شي.

له دوامداره اسراحته بايد لاس واخلئ

تاسې ځان روغ رمټ احساسوئ او فکر کوئ چې سپورت او ورزش ته اړتيا نه لرئ؟ نه! داسې نه ده. دا يو ناسم فکر دی. که چیري تاسې د وينې فشار لرئ نو ورزش ستاسو سره ډيره مرسته کولای شي. واضح ده چې په يوه او دوو ورځو کې د ښه والي انتظار بايد ونه کړئ او يو څه صبر بايد ولرئ.

سړی بايد په دې موخه په اوونۍ کې درې يا څلور ځلي له ۳۰ تر ۴۵ دقيقو پورې سپورت وکړي. دا سربيره پر دې د اضافي وزن په کمولو کې هم مرسته کوي. ځکه کارپوهان او ډاکتران دې نتيجې ته رسيدلي دي چې زيات وزن د ويني فشار د لوړيدو باعث کيږي او ښايي ډير خطرناک وي.

دې مسئلې ته بايد جدي پاملرنه وشي ځکه د وينې فشار نوري ناروغۍ له ځان سره راوړي. د مثال په توگه د فلج کيدو او زړه په ناروغيو د اخته کيدو خطر زياتيږي.

نو له همدې کبله بايد ژر تر ژره په سپورت لاس پورې کړئ، ځکه دا د روحي ناروغيو په مخنيوي کې هم مرسته کوي او انسان خوښ ساتي.

زهر که هر څومره لږ هم وي، ډير دي

هغه څوک چې الکهولي مشروبات څښي کولای شي کله کله يو گيلاس واين يا بير وڅښي: خو افراط بايد ونه کړي. همدا راز بوره، کوفين او نيکوتين هم د انسان له پاره د زهرو په مثال دي او د وينې فشار لوړوي. دا بايد بابيزه ونه گڼل شي. له غوړ خوړو، چپسو او د کچ اپ او يا مايونیز څخه بايد ډډه وشي. هغه کسان چې د وينې فشار یې لوړ وي بايد له دې ډول خوراکونو ځان وساتي.

همدا راز سړی بايد د سبزيجاتو استعمال زيات کړي. لږ تر لږه يې سړی بايد امتحان کړي او د مثال په توگه د چاکليتو پر ځای گازره او د کيک او کلچو پر ځای مڼې او ناک وخوري. ويل کيږي چې تور غنم، سور لبلبوو او همدا راز هندواڼه د وينې فشار ټيټوي. همدا شان اوږه هم د وينې د جريان د ښه والي لامل کيږي او د رگونو ساتنه کوي.

ياداشت یې کړئ

د فشار يوه آله درته رانيسئ. ښايي ښه به وي چې له درملتونه یې واخلئ، ځکه هغوی کيدای شي تاسې ته د کارولو لاره چاره هم وښيي. د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې سړی کولای شي چې له درملتون څخه يوه کتابچه ترلاسه کړي چې په هغه کې د څه مودې له پاره هره ورځ په معين وخت اندازه شوی فشار ياداشت کړي.

که غواړئ چې نور هم دقيق واوسئ نو دا هم ورسره ياداشت کړئ چې څه مو خوړلي او څښلي ول او وزرش مو کړی وو او که نه. همدا اوس پيل وکړئ او لږ صبر هم ولرئ: «ځکه د صبر ميوه خوږه وي.»

Gudrun Heise (B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: