د هنګري پر پولو مهاجرو ماشومانو سره د ناوړه چلند خبرداری
۱۳۹۷ اردیبهشت ۸, شنبهد اروپا شورا دغه رپوټ، تيرکال دغې سيمې ته د حقوقي کارپوهانو د سفر او د مهاجرو د وضعيت څخه د ليدنه له بهيره جوړ شوی دی.
د «اروپا شورا» چې له ۴۷ اروپايي ملتونو او د دغې وچې د بشري حقونو د تر ټولو اصيلو سازمانونو څخه جوړه ده، جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۷مه) يې هنګري پر دې تورن کړ چې پر خپلو پولو، د هغو مهاجرو ماشومانو سره چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ دي، ناوړه چلند کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هيواد په تير کې د انساني قاچاق ضد اروپايي کنوانسيون هم منلی دی.
د «اروپا شورا» له اروپايي اتحاديې سره سازماني اړيکې نه لري او د «اروپايي اتحاديې شورا» څخه يو جلا سازمان دی.
په رپوټ کې د افغانانو يادونه هم شوې
د بشري حقونو ډله چې د تيرکال په جولاي او دسمبر مياشتو کې يې د هنګري سرحدي سيمو څخه ليدنه کړې، موندلې يې ده چې په ياده سيمه کې د سوريې او افغانستان په څير هيوادونو څخه ډیر شمير تنکي او بې سرپرسته ځوانان په داسې کمپونو کې اچول شوي چې په اغزن تار راچاپير او د وسلوالو ساتونکو له خوا يې ساتنه کيږي.
د «اروپا شورا» د کارپوهانو په رپوت کې راغلي دي چې په دغو کمپونو کې مهاجر ماشومان د دې له پاره چې هنګري خاورې ته د دننه کيدو اجازه يې ترلاسه او د نوملړ په سر کې راغلي وي، د «جنسي استفادې له غوښتننو» سره هم مخ شوي دي.
د کنوانسيون ناقض کونکی قانون
دغه رپوټ پر هنګري نيوکه کوي چې د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشتې کې يې يو قانون تصويب کړ چې په «بحراني» حالاتو کې د ماشومانو د نړيوال حفاظت تدابير ردوي او هغوي د لويانو په ډله کې راولي تر څو وشي کړای هغوي په سرحدي مرکزونو کې وساتلای شي.
د «اروپا شورا» ويلي دي چې ماشومان د وسلوالو ساتونکو پر ځاي، مسلکي او روزل شويو افرادو ته اړتيا لري تر څو يې هغوی ته د «اعتماد وړ په فضا» کې د ژبې په برخه کې مرسته کړې وي.
«سرحدونه بند نه دي»
هنګري په ۱۹۹۰ کال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ماشومانو د حقونو د کنوانسيون لمړۍ ماده لاسليک کړې ده. دغه ماده له ماشومانو څخه «د هر هغه انسان په توګه چې عمر يې له ۱۸ کلونو ښکته وي» ملاتړ کوي.
د هنګري د کورنيو چارو وزارت دغه نيوکې رد کړي دي او ويلي دي چې د دوي عبوري مرزونه بند نه دي، خو يوازې د سربيا پر لور خوشې دي. دغه وزارت په خپله يوه اعلاميه کې ويلي دي: «هر پناه غوښتونکی چې هر وخت وغواړي کولای شي سربيا ته ستون شي»
ایان پ. جانسون/ر.ش/ م. ک. ص
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: